بار وړونکې بېړۍ کې سلګونه کډوال ژغورل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption تر دې وړاندې د ایټالیې سره صلیب ویلي وو چې په بېړۍ کې څلور مړي موندل شوي دي.

سره صلیب ویلي چې د یونان په اوبو کې په یوې بار وړونکې بېړۍ کې سپاره نږدې ۱۰۰۰ کډوال ژغورل شوي دي.

د بلو سکای ایم په نامه دغه بېړۍ چې ۹۷۰ کسان په کې سپاره وو د عملې چې باور دی قاچاق وړونکي وو، له لورې پرېښول شوې او په اتومات بېړۍ چلونې حالت کې وه.

وروسته بیا د ایټالیې سمندري ګارد دغه بېړۍ تر خپل کنترول لاندې راوسته او په خوندي ډول یې د ايټالیې په ګلیپولي بندر کې ودروله.

کډوال، چې باور دی زیاتره یې سوري او کردان دي، ځايي ښوونځیو او یو جیمنازیم ته لېږدول شوي دي.

د ایټالیې د سره صلیب ویاندې میما انټوناکي وویل پنځه دیرش کډوال د بدن تودوخې سره تړلې ناروغۍ درملنې لپاره یوه روغتون ته ولېږدول شول.

نوموړې زیاته کړه: "دوی اوس د ګلیپولي په ټولو ښوونځیو کې دي او هڅه کوي نومونه لاسته راوړي خو خبره د سوري وګړو ده".

تر دې وړاندې د ایټالیې سره صلیب ویلي وو چې په بېړۍ کې څلور مړي موندل شوي دي.

خو د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې چارواکو وروسته د مړینو خبر بېرته واخیست او اوس وايي چې بېړۍ کې د هېچا مړینه نه شي تایدولی.

د نوي عیسوي کال له پیله څو ساعته وړاندې چې بېړۍ بندر ته ورسېده نو د امبولانس کارکونکي لا له وړاندې په انتظار کې وو.

په ګلیپولي کې یوه ځايي عیني شاهد ګیلبرټو بسټي بي بي سي ته وویل ده سلګونه کسان چې ښايي سوري او کردان وي له بېړۍ د ښکته کېدو په حال کې ولیدل.

په وروستیو کې ایټالیې ته د کډوالو چې ډېری یې د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو دي شمېر خورا زیات شوی چې هڅه کوي په بېړیو کې ځانونه اروپا ته ورسوي.

ورته مطالب