د نوي کال لمانځنې پیل شوې

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک د نوي کال هرکلي لپاره راټول شوي او د لمانځنو پیل نیوزیلنډ او استرالیا کړی دی.

د نیوزیلنډ د اکلنډ ښار په سکای اسمان څکي کې یوه ستر ګړیال د ۲۰۱۴ کال وروستۍ ثانیې وشمېرلې او ورسره د نوي کال په پیلېدو لمانځنې شروع شوې.

د استرالیا د سډني سمندرغاړي کې نږدې یو نیم میلیون خلک د ښار د مشهورو اورلوبو نندارې ته راغونډ شوي دي.

په اندونیزیا کې بیا د ایراسیا الوتکې د رالوېدیو له کبله لمانځنې کمې وې.

په برازیل کې به هم تر یو میلیون ډېر خلک د ریو ډي جینرو ښار کوپاکبانا سمندرغاړي کې یوځای کېږي او د امریکا د نیویارک ښار اوسېدونکي به د ټایم څلورلارې خپل دودیز بلوري توپ د راکوزېدو په حال کې ویني.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سډني ښار اوسېدونکي د اورلوبو لیدو په موخه سهار وختي سره یوځای شوي وو.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سډني ښار کې بېلا بېلې او په زړه پورې اورلوبې نندارې ته وړاندې کېږي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ټوکیو میجي نومې عبادتځای کې د نوي کال له پیل وړاندې کلنی مذهبي دود ترسره کېږي. راتلونکو څو ورځو کې به تر ۳ میلیون ډېر خلک دغه عبادتځای ته راځي چې په ۲۰۱۵ کال کې د خپلې روغتیا او سوکالۍ لپاره دعاګانې وکړي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د چین د شینګیانګ کرهڼې پوهنتون محصلینو په ځانګړي ډول د ۲۰۱۵ کال هرکلی وکړ.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د هند د احمد اباد ښار محصلینو انځور هم ورته و.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په چین کې ۲۰۱۵ د (پسه کال) بلل شوی لکه څنګه چې یې د دغه چینايي متعلم په انځور کې وینئ.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کرغستان په بیشکیک کې هم د نوي کال لمانځنه وشوه.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د فیلیپین په پلازمېنه منیلا کې د هیلو او ارزوګانو دېوال نندارې ته وړاندې شوی دی. شاوخوا ۵۰ زره کسانو پر دغه دېوال د نوي کال خپلې هیلې لیکلې دي.