یوه کاناډايي د اتو کسانو تر وژلو وروسته ځان هم وژلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اوو کسانو مړي د اډمنټون ښار شمال ته په یوه کور کې موندل شوي

په کاناډا کې یوه کس د اتو کسانو تر وژلو وروسته خپل ځان وژلی دی.

د کاناډا البرټا ایالت د ادمنټون ښار پولیس وايي، تېر ماښام یې د دوو ماشومانو په ګډون د نهو کسانو مړي په دغه ښار کې موندلي دي چې ټول په مرمیو ویشتل شوي دي.

پولیسو د موجوده شواهدو له مخې ویلي، لږترلږه د یوه کس په ډزو اته کسان وژل شوي او قاتل په پای کې پر ځان هم د وسلې خوله ور اړولې ده.

د نهو واړو وژل شویو کسانو مړي د ادمنټون ښار په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي. ددو کم عمره ماشومانو په ګډون د اتو قربایانو مړي په یوه کور موندل شوي او دوه نور مړي په دوو نورو ځایونو کې پیدا شوي.

پولیسو په دې ښار کې دا د ډله ییزې وژنې تر ټولو ناوړه پېښه بللې ده، په ۱۹۵۶ کال کې هم شپږ کسان وژل شوي وو، چې انګیرنې دا وې د "کورني تاوتریخوالي" په پایله کې به وژل شوي وو.

که څه هم د وژل شویو نومونه په ډاګه شوي، خو تر اوسه رسنیو ته د قاتل نوم او نور معلومات نه دي افشا شوي.

د کاناډا د سیمه ییزو خبري رسنیو په وینا، پولیسو تېر ماښام د یوې ۳۷ کلنې ښځې مړی هم د ښار په سوېلي برخه کې موندلی دی.

بیا څو ساعته وروسته، یوه کس پولیسو ته پر تیلیفون د ښار په شمالي برخه کې د هغه په کور کې د وژلو خبر ورکړی، خو پولیسو هلته تر رسېدا وروسته د اړیکه نیوونکي کس څرک نه دی لګولی.

په نیمه شپه کې بیا پولیس سیمې ته د ارزونې لپاره ورغلي، چې هلته یې د اوو کسانو مړي موندلي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption ځینو محلي رسنیو د پولیسو له قوله ویلي، چې قاتل جرمي سابقه لرله او پولیسو هغه پېژانده، خو په دې اړه ډېر دقیق معلومات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
د انځور حقوق AP
Image caption کورنی تاوتریخوالی د وژنو انګیزه ګڼل شوې ده

وروسته پولیسو په یوه رسټورانټ کې د یوه سړي مړی موندلی، چې په مرمۍ یې خپل ځان ویشتلی دی. ښکاري چې دا ټولې پېښې له یوې او بلې سره تړاو لري.

د پولیسو چارواکو ویلي، دغه وژنې له مخکې پلان شوې چې په شخصي انګیزې شاید ترسره شوې وي، او قاتل هم خپل ځان وژلی، نورو خلکو ته کوم ګواښ نه شته.

ځینو محلي رسنیو د پولیسو له قوله ویلي، چې قاتل جرمي سابقه لرله او پولیسو هغه پېژانده، خو په دې اړه ډېر دقیق معلومات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

ورته مطالب