ژمي کې پښې څرنګه له یخنۍ وساتو؟

د انځور حقوق
Image caption یوه پښه پر بلې اړول هم د بدن غړو ته د وینې د رسېدو مخه نیسي.

د جرمني "بریګیټ" په نامه یوې مجلې په ډاګه کړې ده، چې د هوا د تودوخې په کمېد سره، د انسان بدن د مهمو غړو او ماغزو د تودېدو چاره مخته بیايي، بیا لاسونه او پښې پخپل وار تودېږي.

دغه مجله وايي، د پښو سوړوالی د وینې د جریان د ورو کېدو لامل هم ګرځي، چې ددې کار د مخنیوي لپاره باید له ډېرو اسانه او ساده لارو چارو ګټه واخیستله شي.

د مجلې راپور سپارښتنه کوي، چې د پښو د تودو ساتلو لپاره باید پښې په منظم ډول ډېر حرکت وکړي، هره ورځ باید سړی د لنډې مودې لپاره په پښو ولاړ شي، چې په دې سره په بدن کې د وینې د ګرځېدو جریان چټکېږي.

کارپوهان دا بهتره ګڼي، چې سړی په کار، کور او یا ان که په کور کې پر څوکۍ یا په نرمه توشکه ناست هم وي، باید د پښو ګوتې وخوځوي، خو که د لاسونو ګوتو ته حرکت ورکړل شي، دا هم د پښو له تودېدو سره همکاري کولی شي، د پښو د پړسوب مخه نیسي او د وینې جریان تېزېږي.

"بریګیټ" مجله لیکي، د امکان تر حد پورې باید یوه پښه پر بله وانه اړول شي، ځکه چې په دې کار سره د پښو وروستۍ برخې ته د وینې رسېدو جریان بندېږي.

تړم حمام

کارپوهان وايي، په ګرم حمام کې د پښو موښل، او یا د پښو کریم ورباندې موښل یا په تېلو پښې غوړول هم د وینې د جریان له تېزېدو سره مرسته کوي، او پښې ګرمې ورسره ساتل کېږي.

دوی وايي، ګرم حمام له میندوارو مېرمنو سره هم د هغوی په بدن کې د وینې له تګ راتګ سره مرسته کولی شي.

یاده مجله وايي، د ځان خولې کولو ځانګړی حمام (سونا) د بدن له تړم کېدو سره مرسته کوي، او د پښو په شمول د بدن هرې برخې ته وینه رسوي.

ګرم چای یا قهوه څښل د بدن د یخنۍ کمولو په اړه څه نوې نظریه نه ده، خو ترڅنګ یې باید په خوراکي نظام کې ګرم خواړه هم وراضافه کړای شي، لکه مرچ/مرچک، زنجبیل، خو له ډېرې قهوې څښلو او سیګرټ څکولو باید ډډه وشي.

بهتره دا ده چې په ژمني کې بوټان پیړ خو تله یې نرۍ وي، چې په دې سره له کوزنۍ برخې نه پښو ته د سړو او لمدبل رسېدو مخه نیسي، بوټان باید تنګ نه وي، ځکه چې تنګ بوټان هم د وینې د جریان مخه نیسي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کله چې سړی د ساه لنډۍ او یا په سینه کې د خوږو احساس وکړي، مانا دا چې د وینې په جریان کې کومه ستونزه رامنځ ته شوې او یا زړه په سمه توګه کار نه کوي

پردې سربېره، د پښې او بوټ ترمنځ هوا لرونکی بالښت هم ګټور تمامېدای شي. په اوږده ژمي کې د مېږو له پوستکي د جوړو شویو بوټانو پښو کول غوره ګڼل شوي؛ ځکه چې پوستکی یې خپله ګرمي ساتلی شي.

د زړه ناروغان دې ځانونه ګرم وساتي

د اتومي طب جرمني متخصصینو خبرداری ورکړی، چې د زړه ناروغان دې له سړې هوا ځانونه وساتي؛ ځکه چې سړه هوا د دغو مریضانو د زړه د شریانونو د تنګېدو لامل ګرځي.

دوی وايي، کله چې سړی د ساه لنډۍ او یا په سینه کې د خوږو (درد) احساس وکړي، مانا دا چې د وینې په جریان کې کومه ستونزه رامنځ ته شوې او یا زړه په سمه توګه کار نه کوي، چې دا کار آن د زړه د درېدو یا د زړه د حملې لامل هم کېدای شي.

ورته مطالب