مصر کې د الجزیرې درې خبریالان بیا محاکمه کېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مصر سترې محکمې د ناسمو خبرونو د خپرولو په تور د الجزیرې د دریو خبریالانو د بیا محاکمه کولو امر کړی دی.

دغه پرېکړه په مصر کې د دریو تورنو خبریالانو پیټر ګریسټې، محمد فهمي او باهر محمد د اپیل له اورېدو وروسته شوې ده.

مدافع وکیلانو ویلي څارنوالانو منلې چې د محکومېدو امر کې سترې ستونزې شته. نوې محاکمه به په یوه میاشت کې دننه پیل شي خو خبریالان به لا هم په بند کې وي.

الجزیره پر چارواکو غږ کړی چې د دوی خبریالان ژر خوشې کړي.

خبریالان پر ځانونو لګېدلي تورونه ردوي چې په کې د بند شوي اخوان المسلمین ډلې سره همکاري هم شامله ده.

دوی وايي یوازې یې د خبرونو راپور ورکاوه.

د پوځ له خوا په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشر محمد مرسي له لرې کېدو وروسته پر دوی تور ولګول شو چې د اخوان المسلمین ډلې سره یې مرسته کړې ده.

د انځور حقوق bbc
Image caption خبریالان پر ځانونو لګېدلي تورونه ردوي چې په کې د بند شوي اخوان المسلمین ډلې سره همکاري هم شامله ده.

په دوی کې دوه خبریالان بهرنیان دي، پيټر ګریسټې د بي بي سي پخوانی خبریال، استرالیایی دی او پروډیوسر همکار یې محمد فهمي د مصر او کاناډا تابعت لري.

دغه درې خبریالان د ۲۰۱۳ کال دسمبر میاشت کې ونیول شول او له تېر یوه کال راهیسې بند کې دي.

دوی د جون په میاشت کې محکوم شول، فهمي او ګریسټې ته د اوو کلونو او محمد ته د ۱۰ کلونو بند سزا واورول شوه.

قاضیانو ویلي چې دوی باید تر نوې محاکمې بند کې پاتې شي.

په قاهره کې د بي بي سي خبریاله اورلا ګورین وايي خبریالان یوازې په څو دقیقو کې دننه محکوم شول.

رسنیو دغه لنډې محاکمې ته لاسرسی نه درلود. کله چې پولیسو خبریالانو ته د محکمې دننه تلو اجازه ورکړه نو محاکمه بشپړه شوې وه.

ورته مطالب