په ۲۰۱۴ کې د سورې جګړه کې ۷۶۰۰۰ کسان وژل شوي

بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، یوازې په تېر ۲۰۱۴ کال کې د سوریې جګړې د څه باندې ۷۶ زره انسانانو ژوند اخیستی دی.

تېر کال د سوریې په تېرو څلورو خونړیو کلونو کې او عراق کې تر ټولو ډېر خونړی ګڼل شوی دی.

دغه بنسټ وايي، باور لري چې سوریه یې ۷۶۰۲۱ کسان وژل شوي.

له دغو وژل شویو څخه ۱۷۷۹۰ یې ولسي وګړي او ۳۵۱ ماشومان دي.

د وژل شویو له ډلې نه تر ۱۵۰۰۰ ډېر وسله وال ښودل شوي، ۱۷۰۰۰ نور بیا د (اسلامي دولت)، (النصرت جبهې) په ګډون د سخت دریځو وسله والو جنګیالي ښوول شوي.

راپور وايي، په جګړه کې د سوري حکومت ۲۲۶۳۷ ځواکونه هم وژل شوي، چې په دوی کې رسمي پوځیان او د حکومت پلوو ملېشو جنګیالي هم راځي.

په ۲۰۱۳ کال کې د سوریې جګړه کې د وژل شویو شمېر ۷۳۴۴۷، په ۲۰۱۲ کې ۴۹۲۹۴ او په ۲۰۱۱ کې ۷۸۴۱ کسان ښوول شوی وی.

ملګرو ملتونو په تېره اګست میاشت کې وویل، د ۲۰۱۱ کال له مارچ میاشتې راهیسې د سورې روانه جګړه کې لږترلږه ۱۹۱۰۰۰ کسان وژل شوي، خو فعالان بیا دا شمېره تر ۲۰۰۰۰۰ ډېره اټکلوي.

ورته مطالب