"د ایر آسیا الوتکې د نسکورېدو لامل جوت شو"

د انځور حقوق Getty
Image caption تر اوسه له اوبو د ۳۰ کسانو مړي رایستل شوي، خو هېڅ کوم ژوندی مساپر نه دی موندل شوی

د اندونیزیا د هوا د حالاتو اداره په دې باور ده چې د هوا خراب حالت د ایرآسیا الوتکې د رالوېدو ستر لامل و.

دغې ادارې ویلي لومړنۍ څېړنې ښيي د هوا کنګل حالت د الوتکې د انجن د درېدو لامل شو.

د اندونیزیا ایرآسیا هوايي شرکت دغه الوتکه د تېرې یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له سورابایا نه سنګاپور ته روانه وه، چې له ټول ټال ۱۶۲ سپرلۍ سره ترۍ تم شوه.

تر اوسه له اوبو د ۳۰ کسانو مړي رایستل شوي، خو هېڅ کوم مساپر ژوندی نه دی موندل شوی، او تر اوسه هم د الوتکې د لوېدو دقیق ځای نه دی مالوم شوی.

د الوتکې تور بکس، د الوتنې مالومات او د غږ ثبتولو اله تر اوسه نه دي موندل شوي.

د اندونیزیا د هوا د حالاتو ادارې ویلي په ظاهره داسې ښکاري هغه مهال چې الوتکه ورکه شوه نو هوا توپاني او له ګنګل ډکه وه.

د نوموړې ادارې د څېړنې مشر اډوین الدراین ویلي:

د انځور حقوق EPA
Image caption د اندونیزیا د ترانسپورت وزارت ویلي، ددغه هېواد چارواکي د لوېدلې الوتکې د څرګ لګولو تر تحقیقاتو پای ته رسېدو پورې د ایرآسیا د نورو الوتنو د لغوه کولو په درشل کې دي.

"زموږ مالومات ښيي چې د الوتکې وروستي پېژندل شوي موقعیت کې هوا ډېره خرابه وه او همدا یې د لوېدو ستر لامل دی".

تر دې مخکې اندونیزیايي چارواکو ویلي وو، د جاوا په اوبو کې یې د لټون پرمهال "څلور لوی څیزونه" موندلي، چې په باور یې د ایرآسیا هوايي شرکت د ورکې شوې کیو زي ۸۵۰۱ الوتکې ټوټې به وي.

د ژغورنې د عملیاتو مرستیال مشر بمبنګ سولیستیو ویلي وو، تر اوبو لاندې یوه تلونکې سمندري بېړۍ یې لیرې د دغو څیزونو د انځورونو اخیستو لپاره استولې ده.

پر همدې مهال، ناسمې هوا په سمندر کې د ژغورنې عملیات له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي دي.

ښاغلي سولیستیو د شنبې په ورځ وویل: "همدا اوس چې خبرې درسره کوم، پر سمندر مو ټینګ نظر دی او هلته مو یوه سمندري بېړۍ استولې ده، چې تر اوبو لاندې انځورونه واخلي، دغه څیزونه په ۳۰ مترو اوبو کې ښکته دي."

وړاندې، دا څرک ولګېد، چې ګني د پېښې په ورځ دغې الوتکې د الوتلو جواز نه درلود.

بي بي سي ته ځینې رسېدلي معلومات ښيي، چې د ایرآسیا الوتکې د تېرې یکشنبې په ورځ د اندونیزیا له سورابایا نه سنګاپور ته د الوتنې جواز نه لاره، خو تر الوتنې څلور ورځې وروسته یې د جواز امر ورکړل شوی و.

د اندونیزیا د ترانسپورت وزارت ویلي، ددغه هېواد چارواکي د لوېدلې الوتکې د څرګ لګولو تر تحقیقاتو پای ته رسېدو پورې د ایرآسیا د نورو الوتنو د لغوه کولو په درشل کې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption په الوتکه کې له عملې سره ۱۶۲ کسان سپاره وو

ورته مطالب