امریکا پر شمالي کوریا نور بندیزونه ولګول

د انځور حقوق EPA
Image caption امریکا وروسته تر هغه پر شمالي کوریا د بندیزونو اعلان وکړ، چې د کیم جونګ اون په مشرۍ یې شمالي کوریا پر یوه امریکايي شرکت د الکترونیکي برید پړه وبلله

د امریکا متحدو ایالتونو پر امریکايي "سوني پیکچرز" شرکت د الکترونیکي بریدونو په غبرګون کې پر شمالي کوریا نور بندیزونه لګولي دي.

ولسمشر اوباما د تېرې جمعې په ورځ دغه بندیزونه تایید کړل، چې د شمالي کوریا درې شرکتونه او لس نور افراد پکې شامل دي.

سپینه ماڼۍ وايي، دا ګام د شمالي کوریا د لمسوونکو اعمالو په غبرګون کې اخیستل شوی دی.

وړاندې هم امریکا د پیونګیانګ د اتومي پروګرام په تړاو پر شمالي کوریا بندیزونه لګولي وو.

باور کېږي دا لومړی ځل دی چې د امریکا متحده ایالتونه پر یوه امریکايي شرکت د الکترونیکي بریدونو په سزا کې پر یوه بهرني دولت بندیزونه لګوي.

بندیزونه

  • د عامه معلوماتو دفتر – چې د شمالي کوریا د استخباراتو لوی بنسټ دی
  • (کومید) شرکت – چې په شمالي کوریا کې د وسلو د سوداګرۍ مهم مسؤول شرکت دی
  • د تانګون د سوداګرۍ شرکت، چې په شمالي کوریا کې د پوځي څېړنو ملاتړی دی
  • جانګ سونګ چول: چې د امریکا د مالیې وزارت په وینا، دا یو حکومتي چارواکی او په روسیه کې د کومید شرکت استازی دی
  • کیم یونګ چول: د امریکا په اند، د شمالي کوریا یو حکومتي چارواکی او په ایران کې د کومید شرکت استازی دی
  • ریو جین او کانګ ریونګ: د امریکا په وینا، دواړه د کومید شرکت چارواکي او د شمالي کوریا د حکومت غړي، چې سوریه کې کار کوي.

د سیپنې ماڼۍ یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي، دا ګام یې پر سوني پیکچرز شرکت تر برید وروسته اخیستی، خو هغه شرکتونه او کسان چې په دغو بندیزونو کې یې یادونه شوې ده، نېغ په نېغه یې پر سوني شرکت په برید کې برخه نه لرله.

د بریدونو اصلي موخه د شمالي کوریا د دفاعي صنعت د سکتور کمزوری کول او ګوښې ته کول دي، چې بیا ورسته هېڅ الکترونیکي برید ته زړه ښه نه کړي.

وړاندې، امریکايي ولسمشر بارک اوباما او د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) ویلي وو چې شمالي کوریا ددغه برید تر شا وه.

خو شمالي کوریا د واشنګټن دغه ادعا رد کړې وه، او د الکترونیکي امنیت په برخه کې کارپوهانو هم د امریکا پر دغې ادعا شک ښودلی و.

د انځور حقوق Getty
Image caption د سوني له خوا جوړ شوی (مرکه) فیلم پر انټرنېټ خپور شوی

ورته مطالب