"د انسانانو قاچاق کوونکو ۳ میلیونه ډالره تر لاسه کړي"

د انځور حقوق b
Image caption په وروستیو کې ایټالیې ته د کډوالو چې ډېری یې د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو دي شمېر خورا زیات شوی چې هڅه کوي په بېړیو کې ځانونه اروپا ته ورسوي

د 'عزالدین' بیړۍ، چې سلګونه ناقانونه کډوال په کې سپاره وو د جمعې په ورځ د مدیترانې په سمندر کې خوشې شوې وه، چې د ایتالیا ساحلي ګارد په مرسته د دغه هېواد د کالابرو په کوریلیانو بندر کې وژغورل شوه. د 'عزالدین' په بیړۍ کې سپرې سپرلۍ د سوریې وګړي دي او د ایتالیا پولیسو په وینا، چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

د ایتالیا پولیس وايي، د انسانانو قاچاق کوونکو له ۳۵۹ کډوالو څخه چې دغه هېواد ته روان وو ۳ میلیونه ډالره تر لاسه کړي.

دا دویم ځل دی، چې د انسانانو قاچاق کوونکي سلګونه مهاجر په بار وړونکي بیړۍ کې په سمندر کې خوشې کوي.

د دغو دواړو بیړیو د حرکت د پیل ځای له ترکیې څخه وو، چې په وروستیو کې د انسانانو چاقاق کوونکو لپاره یوه نوې لار ګڼل کېږي.

د ایتالیا د کزنتزای ولایت د پولیسو مشر لوئیجی لیګوری په وینا، د دغې بیړۍ هرې سپرلۍ په دې سفر کې د برخې اخیستو په موخه له ۴۰۰۰ نه تر ۸۰۰۰ ډالره ورکړي وو.

د اټکل له مخې تېر کال اروپا ته د رسېدو په موخه نژدې ۳۵۰۰ کډوالو په مدیترانه کې سا ورکړې او شاوخوا ۲۰۰ زره کسان په دې بریالي شوي چې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي. په وروستیو کې ایټالیې ته د کډوالو چې ډېری یې د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو دي شمېر خورا زیات شوی چې هڅه کوي په بېړیو کې ځانونه اروپا ته ورسوي.