د ټېکنالوژۍ چينايي شرکت ګټې دوه برابره شوې

د انځور حقوق bbc
Image caption شياومي شرکت د ۲۰۱۴ تر ټولو ارزښتناک شرکت وبلل شو

د چين د ګرځنده ټليفون جوړولو شرکت شياومي وايي په ۲۰۱۴ کال کې يې ګټه دوه برابره وه. تېر کال دغه شرکت د نړۍ تر ټولو ارزښتناک شرکت ونومول شو.

ويل کېږي دغه شرکت په ۲۰۱۴ کال کې ۷۴.۳ مليارده يون چې ۱۱.۹۷ مليارده ډالر کېږي سودا کړې وه، چې خرڅلاو يې له ۲۰۱۳ کال څخه ۱۳۵ سلنه لوړ وو.

تېره اوونۍ شومي شرکت ته ۱.۱ مليارده ډالر ورکړل شول، چې دې اوس د کمپنۍ ټول ارزښت ۴۵ مليارد ډالرو ته لوړ کړ.

دغه شرکت د با ارزښته کمپنۍ په کتار کې د ټيکسي د کرايه کولو له يو اپ چې تېر کال يې۴۰ مليارد ډالر ارزښت درلود مخکې شوو. دغه کمپني وايي پلان لري په جنورۍ مياشت کې نوي آلې مارکېټ ته وړاندې کړي.

له هېڅ پيل

د شرکت مشر لي جون سينا ويبو په يوه بلاګ کې وويل" ۲۰۱۴ کال د شياومي شرکت لپاره يو ښه کال و دوی اوږده لار وهلې، له هېڅ څخه پيل کړې او اوس تر ټولو مخکې دی".

دغې کمپنۍ په نړيواله کچه د ګرځنده ټيليفونو لوی بازار چين کې د ارزانه ټيليفونو په پلور سره کبله سمسونګ شرکت تر شا کړی.

د دې شرکت مشر ويلي غواړي چې نړيوال بازار ته مخه وکړي او هلته هم بريالي شي.

دی وايي هند کې يې له پنځو مياشتو کم وخت کې له يو ميليون زيات ګرځنده ټليفونونه پلورلي دي. په هند کې د سويډني شرکت ايرکسن د شکايت له کبله د دغې شرکت د ټيليفونو خرڅلاو لږ څه ټکنی شوی و.