له خطر سره مخامخ سوري کډوالو په اړه اندېښنې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لبنان او سوريه ګډه پوله لري چې د کډوالو ډېرېدو يې وضعيت ترينګلی شوی دی

ملګريو ملتونو په داسې وخت کې د خپلو اندېښنو څرګندونه کړې چې لبنان له سوريې د ورتلونکو کډوالو په اړه د نويو بنديزونو په لګولو پيل کړی دی.

ملګري ملتونه غواړي د لبنان حکومت روښانه کړي چې ایا د خطر سره مخامخ کسان کولای شي لبنان ته ولاړ شي.

له دې سره د هغو کډولو د کډې بهير هم ورو شوی چې د سوریې له جګړې په تېښته دي.

لبنان د سوريې له دريو مليونو زیاتو کډوالو کوربه دی. په تېرو څو کلونو کې په ميليونو د سوريې وګړي د مخالفانو له خوا د د بشار االاسد د پرځولو کورنۍ جګړه کې بې ځايه شوي دي.

دغه خوځښت په ۲۰۱۱ کال کې پيل شو، چې يو کال وروسته په کورني جنګ واوښت. د اسلامي ډلو را پورته کېدل د کډوالو دغه مشکل لا نور هم زيات کړ.

لبنان او سوريه ګډه پوله لري چې د کډوالو ډېرو له کبله يې وضعيت ترينګلی شوی دی.

مخکې د سوريې وګړو کولای شوای د شپږو مياشتو لپاره لبنان ته ولاړ شي او هلته ژوند وکړي. له دغو نويو تدبيرونو وروسته بايد د سوريې وګړي د تلو ټول اسناد وړاندې کړي چې د ورتګ لپاره ويزه واخيستلی شي.

د انځور حقوق AP
Image caption لبنان غواړي د سوريې پر کډوال بنديزو ولګوي

دا روښانه نه ده چې دا نوي ګامونه به د هغو کډوالو لپاره چې په لبنان کې اوسېږي او راجستر شوي نه دي څه وي.

د بي بي سي نيوز پاول ووډ څېړنه

رسمي سرچينې ښيي په لبنان کې د سوريې نژدې ۱.۱ ميليون کډوال اوسېږي او د نژدې نيم ميليون نورو يې نوم ليکنه نه ده شوې.

په دغه کوچني هېواد کې اوس د هرو پينځو يې يو کس د سوريې کډوال دی. د کورونو کرايې ډېرې لوړې دي او په يوه کوټه کې له لسو تر پنځلسو کډوال ژوند کوي.

د سوريې د کډوالو د ډېرېدو له کبله د لبنان وګړو کې غوسه پاريدلې ده. ځينو ځايونو کې، د سوريې پر کډوالو بنديز هم لګېدلی دی. زيات لبنايان وايي چې دا کېدای شي د لبنان مذهبي منځلارۍ پر وړاندې خطر راپورته کړي.

د انځور حقوق AP

د سوريې هر وګړی چې وغواړي لبنان ته لاړ شي بايد د ورتلو علت يې ښکاره وي، که دا ومنل شي بيا د يوه ټاکلي وخت لپاره ويزه ورکول کېږي. هغه کسان چې لبنان ته د کار لپاره ځي بايد کوم لبنانی يې ضمانت وکړي.

په لبنان کې ملګريو ملتونو د ګډوالو ډلې مشر رېډمونډ وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې د دغه تدبيرونو له کبله د کډوالو شمېر کم شوی دی. ملګري ملتونو وايي دوی غواړي له حکومت سره يو ځای کار وکړي، ګواکې هغه کډوال چې په رښتيا ډېر په خطر کې دي لبنان ته تللی شي.

بي بي سي سره په خبرو کې ښاغلي رېډمونډ د کډوال پر وړاندې د دغو تدبيرونو په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړه.

ده زياته کړه "موږ غواړو چې د لبنان له حکومته رسمي سند واخلو چې روښانه شي دا سيستم څرنګه کار کوي او موږ باوري شو چې له خطر سره مخامخ ټول کډوال لبنان ته ولاړ شي".

د انځور حقوق BBC World Service

لبنان له ډېر پخوا د سوريې له کډوالو سره ځاي پر ځای کولو کې ستونزه لري.

که څه هم تر دې دمه لبنان کې ۱.۱ ميليونن کډوالو نومونه ليکل شوي، خو لبنانۍ سرچينې د کډوالو شمېره ۱.۶ ميليون ښيي.

په اکتوبر کې د ټولنيزو چارو وزير ويلي وو چې هېواد يې غواړي د نورو کډوالو ورتګ بند کړي او يوازې ډېرو اړمنو خلکو ته به وېزه ورکول کېږي.