په قتل تورنه هندۍ د خره په شا بربنډه وګرځول شوه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه مېرمن د خپل وراره په وژلو تورنه شوې، چې د کلي شورا یې په کلي کې د خره پر شا په بربنډو ګرځولو تصمیم ونیو

هندي پولیس وايي، په ختيځ راجستان ایالت کې یوه هندۍ مېرمن، چې د خپل ورور په قتل تورنه ده، د خپل کلي د شورا له خوا د خره پر شا بربنډه وګرځول شوه.

د راجساماند کلي د مشرانو په امر ددغې ۴۵ کلنې تورنې ښځې مخ هم تور کړای شوی و.

دغه تورنه وروسته تر هغه ونیول شوه، چې د خپل ورور د وژنې تور پرې ولګول شو، خو چارواکو د قتل په دې پېښه کې ۳۹ نور شکمن کسان هم ونیول.

که څه هم د کلیوالو شوراګانو له خوا پرېکړې هېڅ قانوني وزن نه لري، خو په کلیوالو سیمو کې بیا د کلیو شوراګانې یوڅه نفوذ لري.

د پولیسو یوه جګپوړي افسر شویتا دانخاند بي بي سي ته ته ویلي، د فاردي سینګ په نامه ۴۵ کلان سړي په توراواد کلي کې ځان وژلی و.

خو درې ورځې وروسته د وژل شوي مېرمن او خپلوان پولیسو ته ورغلل او د مقتول عمه یې د هغه په وژلو تورنه کړه.

د وژل شوي کورنۍ د تېرې شنبې پر ماښام د کلي شورا ته ورغله او ټول پردې سلا شول، چې ګني عمه یې قاتله ده.

د کلي د مشرانو په امر د تورنې ښځې د سر وېښتان پاک کل کړل شول، مخ یې په تور زغال ورتور کړل شو، کالي ترې وایستل شول او بربنډه د خره په شا په کلي کې وګرځول شوه.

دانخاند وايي: "د کلي د شورا له خوا په داسې بې رحمۍ سره د یوې مېرمنې جزايي کول د شرم خبره ده."

دی زیاتوي: "په پیل کې تورنه ډېره وېرېدلې وه، خو کله چې د عامه خدمتونو د څانګې کسان او پولیس ورغلل، یوڅه آرامه ساه یې واخیسته او خپله کیسه یې وکړه."

سزا او سپکاوی

په وروستیو کلونو کې په هند کې د ښځو د بربنډولو او په کلیو کې د ګرځولو پېښې ډېرې شوې دي.

په تېر اکتوبر کې هم یوه مېرمن په ختيخه جارکند ایالت کې بربنډه کړای شوه، او خلک یې نندارې ته ورغلل.

او په تېر جولای میاشت کې، د هند ختیځ اوریسا ایالت په یوه کلي کې یوه ۶۰ کلنه ښځه سخته ووهل شوه او بیا بربنډه کړل شوه او د برېښنا پر یوې ستنې پورې وتړل شول.

دغه مېرمن په کلي کې په سحر کولو تورنه شوې وه.

د ۲۰۱۲ په جنورۍ کې هم، د مهاراشترا ایالت سړیو په دالیت سیمه کې یوه ښځه په پیسو راونیوه، کالي یې ترې وایستل.

پر دغې ښځې تور و، چې ګڼي زوی یې په ټولنه کې د ټیټې کچې له یوې نجلۍ سره تښتېدلی دی.

خبریالان وايي، په هند کې د ښځو بربنډول او په عام محضر کې خلکو ته ورښودل یو ډول سپکاوی او سزا ده.

دا ډول پېښې د هند په ډېرو لیرو کلیو او کلیوالو سیمو کې کېږي، خو قرباني شوي ځکه نه موندل کېږي، چې هلته د کلي مشران او د شوارګانو غړي ډېر نفوذ لري، او زیانمن شوي هم د "ټیټې طبقې" وګړي وي، چې له هر راز اقتصاډي ښېرازۍ محروم پاتې شوي دي.