کردانو د کوباني ۸۰٪ برخه بېرته ونیوه

د انځور حقوق AP
Image caption کردي جنګیالیو له هماغه وخت راهیسې ددغه ښار د نیولو هوډ کړی و، چې د امریکا په همکارۍ او ملاتړ یې د ښار د بشپړ سقوط د مخې نیولو هلې ځلې کولې

د سوریې فعالانو ویلي، د دغه ښار په شمال کې د کوباني 'عین العرب' ښار شاوخوا ۸۰ سلنه برخه بېرته کردي جنګیالیو د اسلامي دولت له جنګیالیو نه نیولې ده.

کردانو وکړای شو چې د عراقي پیشمرګه ځواکونو په ملګرتیا د کوباني د پولیسو د مرکز په ګډون مهمې امنیتي سیمې او مرکزونه بېرته ونیسي.

د سوریې د بشري حقونو فعالانو ویلي، د اسلامي دولت جنګیالیو په تېر سپتمبر کې د کوباني په ښار کې ډېر پرمختګ وکړ چې بالاخره تر اوږدې جګړې وروسته یې ددغه ښار ډېری برخې ونیولې.

خو کردي جنګیالیو له هماغه وخت راهیسې ددغه ښار د نیولو هوډ کړی و، چې د امریکا په همکارۍ او ملاتړ یې د ښار د بشپړ سقوط د مخې نیولو هلې ځلې کولې.

د سوریې د بشري حقونو ډله وايي، کردي جنګیالیو (چې د ولس د ملاتړ کنډک) په نوم یادېږي، د تېرې یکشنبې پر شپه له وسله والو سره تر سختې جګړې وروسته د کوباني امنیتي سیمې بېرته ونیولې.

د عین العرب 'کوباني' یوه چارواکي ادریس ناسان د ښار د بېرته نیولو خبر تایید کړی، چې په وینا یې اسلامي دولت لاهم د کوباني پر ختیځو کلیو (مقتله، کاني او کوردان) کې واکمنه ده.

نوموړی وايي:"هیله مو دا ده چې په څو ورځو کې دغه ښار په بشپړه توګه له اسلامي دولت نه بېرته ونیسو."

د انځور حقوق AFP
Image caption اټکل دی چې سلګونه کسان په دغو جګړو کې وژل شوي ووي

د امریکا په مشرۍ جوړ شوي ایتلاف ویلي، د تېرې یکشنبې په ورځ یې پر کوباني اته ځلې بمباري وکړه، او د اسلامي دولت اړوند ۱۱ مرکزونه یې ویجاړ کړل.

پر کوباني د اسلامي دولت د جنیګالیو تر واکمنېدا وروسته د سیمې زرګونه وګړي د سوریې پولې ته څېرمه سیمو ته وتښتېدل.

اټکل دی چې سلګونه کسان په دغو جګړو کې وژل شوي ووي.

اسلامي دولت د سوریې او عراق پراخې سیمې په واک کې لري.

ورته مطالب