پر انسان د ایبولا د نوي واکسین تطبیقول پیل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption په روسیه کې هم د ایبولا واکسین جوړېدل پیل شوي.

په اکسفورډ پوهنتون کې د ایبولا نوی واکسین پر انسانانو ازمایل کېږي.

له دې وړاندې دغه واکسین په بیزوګانو ازمایل شوی و، خو اوس په پام کې ده چې هغه په انسانانو هم وازمایل شي.

دوه اویا کسانو ته چې عمرونه یې د ۱۸ او ۵۰ کلونو ترمنځ وي دغه واکسین ورکړل شي.

څېړونکي وايي غواړي چې ټولو داو طلبو کسانو ته دغه واکسین په راتلونکې یوه میاشت کې عملي کړي.

د دغه واکسین دوهم پړاو به یوه یا دوه میاشتې وورسته تطبیق شي.

دا دویم ځل دی چې په وروستیو څو میاشتو کې د ایبولا واکسین د انګلستان په دغه ښار کې پر انسانانو تطبیقېږي.

یوه یا دوې میاشتې وروسته به پر همدغو ازمایل شویو کسانو د واکسین دویم دُز هم تطبیق شي.

لومړی تطبیق یې له ایبولا ویروس سره د مبارزې او دفاع کار ورکوي، او دویم تطبیق یې ددغه سیستم د تقویه کولو لپاره دی.

دغه واکسین امریکايي کمپنۍ جانسون اینډ جانسون تولید کړی.

دغه شرکت هیله لري چې د واکسین دویمه آزماینه یې په راتلونکو درو میاشتو کې اروپا او افریقا کې پیل شي، او د روان ۲۰۱۵ کال په نیمايي کې هم دغه واکسین په لایبریا، ګیني او سیرالیون کې هم تزریقولو ته چمتو شي.

جانسون اینډ جانسون وايي، د روان کال تر پایه به وتوانېږي چې د ایبولا ضد واکسین دوه میلیون دُزه تولید کړي.

د ایبولا واکسین

د ایبولا پراخېدونکی ویروس، چې اوس یې د درملنې امکان ډېر کم دی، تر ډېره ایبولا ځپلو کسان ته ورکول کېده.

نژدې څلور میاشتې مخکې، د انګلستان آکسفورډ کې د انګریزي "ګلاکسو سمېت کلاین" په نامه د درمل جوړونې یوه بریتانوي شرکت دغه واکسین پر انسانانو وازمایه، چې ځینو امریکايي مؤسسو هم تولید کړ.

په پام کې ده، چې ددغو تحقیقاتو پایلې خپرې شي او د روانې میاشتې په وروستیو کې په هغو افریقايي هېوادونو کې روغتیايي کارکوونکو ته هم ورتزریق کړای شي، چې د ایبولا ناروغي پکې ډېره خپره شوې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption د "مرک" په نامه د درمل جوړونې شرکت هم په وروستیو کې له یوه بل امریکايي شرکت "نیولینک جنټیکس" سره د ایبولا درېیم دول واکسین په سویس کې پیل کړ.

د "مرک" په نامه د درمل جوړونې شرکت هم په وروستیو کې له یوه بل امریکايي شرکت "نیولینک جنټیکس" سره د ایبولا درېیم دول واکسین په سویس کې پیل کړ.

په روسیه کې هم د ایبولا واکسین جوړېدل پیل شوي.

ورته مطالب