اروپا او سخت دریځي مسلمانان

د انځور حقوق Reuters

په پاریس کې د طنزي 'چارلي ابدو' مجلې پر دفتر بریدکوونکو شاید له نړیوال سلفي جهادي غورځنګ نه په الهام اخیستو دغه بریدونه کړي وي،‌ او په ایډیالوژیک ډول له ''اسلامي دولت'' ډلې نه متاثره شوي وي.

په اروپا کې د روښانتیا دور له پیله راوروسته، ډېره موده کېږي چې د دین په اړه نظر ورکول او څه ویل څه ستونزه نه ګڼل کېږي. په دنیاواله لویدیځواله ټولنه کې یهودیت او نصرانیت د طنز اسانه هدفونه ګرځېدلي دي.

اسلام بیا داسې نه دی. په خپله اسلام کې دننه، په منځني ختیځ کې د سني او شیعه تر منځ جګړه، او د اسلام د افراطي تعبیر او د هغو مسلمانانو تر منځ جګړه چې غواړي خپلې مذهبي چارې په سوله کې ترسره کړي، اوس اروپا واټونو ته راوتلې ده.

په پاریس کې د دغه وروستي برید پاېلې به په ټوله اروپا کې خپرې شي.

په فرانسه، جرمني او بریتانیا کې پر لویو سیاسي ګوندونه زور دی چې هم د مهاجرتونو د کچې پر سر رامنځته شوې وګړنۍ نا خوښۍ ته ځواب ورکړي او هم د دې خبرې غم وخوري چې ولې د کډوالو کورنیو ځینې ځوان، تر ډېره ناراضه بچیان یا لمسیان په ظاهره نه غواړي چې له لویدیځوال، آزاد ژوند دود سره ځان سم کړي، د مذهبي زغم او د وینا ازادۍ دودونه هم پدې کې راځي.

په بریتانیا کې، دغه ستونزه په یو څه سوله ییزه بڼه عام ډګر ته راوتلې، د بریتانوي ارزښتونو پرسر د بحث او د ادغام یا په ټولنه کې د ورګډېدو په اړه د نظرونو او نیتونو د څېړلو په بڼه.

خو فرانسه لا له وړاندې پر خپلو واټونو د ډېر تاوتریخواله شاهده وه چې په تېرو لسیزو کې د دین په نامه رامنځته شوي، په داسې حال کې چې جرمني په خپلو ښارونو کې د اسلام ضد احساساتو ډېرېدل ليدلي دي.

په دواړو هېوادو کې د اسلام په اړه اندېښنې اوس یوازې ډېرو ښي اړخو ګوندونو پورې محدودې نه دي ورپاتې، بلکې عوامو ته هم په ورخپرېدو دي، هغسې چې د جرمني د پېګېدیا غورځنګ له وروستي محبوبیته څرګند شو. دغه غورځنګ په اروپا کې د اسلام د خپرېدو پر ضد هلې ځلې کوي.

په شارلې هېبدو کې وروستۍ وژنې یوه خوابدونکې یادونه ده چې په لویدیځ کې ځینې داسې کسان شته، په تېره ځوان سخت دریځه شوي نارینه، چې د خپل سخت دیني تعبیر او تفسیر له مخې د هغو کسانو مرګ روا بولي چې د دوی له نظره یې پر دین تېری کوي.

په نتیجه کې، په ټوله اروپا کې، ازاد خیاله ټولنې اوس پر دې سره ویشلې دي چې څنګه د سخت دریځې اسلامپالنې مقابله وشي او د مذهب په نامه د تاوتریخوالي مخه څنګه ونیول شي، پرته له دې چې لږه کي قرباني وګرځول شي او یا دوی په خپله له اسلام سره پر دښمنۍ تورن شي.

ورته مطالب