پاریس کې د یرغمل خونړۍ پېښه پای ته ورسېده

د انځور حقوق AFP

فرانسې پاریس ښار او د ښار شمال لور دوو ودانیو ته ننوتي او درې واړه یرغمل کوونکي یې وژلي دي، اټکل دی چې د چارلي ابدو مجلې پر دفتر دوه بریدګر هم پکې وژل شوي.

د ژغورنې د عملیاتو پرمهال څلور یرغمل شوي هم وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي، خو ۱۵ یرغمل شوي روغ رمټ ژغورل شوي.

فرانسوي پولیس پاریس کې او د ښار شمال لور دوو ودانیو ته چې سخت دریځو په کې خلک یرغمل کړي وو، ننوتي او یرغمل یې خوشې کړې دي.

د پاریس شمال لور له هغه ودانۍ د ډزو او چادونو غږونه اورېدل شوي چې د چارلي ابدو د طنزي مجلې پر دفتر د برید مشکوکو سخت دریځو په کې لږ تر لږه یو کس یرغمل کړی و.

دواړه مشکوک بریدګر، شیریف او سید کواچي چې ورونه دي د ډمارټین این ګیولي سیمې د چاپ یوه دفتر ته ننوتي وو.

فرانسوي رسنۍ راپور ورکوي چې دواړه بریدګر وژل شوي دي.

یو بل وسله وال کس بیا د ختیځ پاریس په کوشر سوپرمارکیټ کې خلک یرغمل کړي وو. له دغه ودانۍ هم د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي وو.

ګڼ یرغمل له دغه ودانۍ د وتلو په حال کې ولیدل شول.

تر دې مخکې ویل شوي وو چې پاریس کې د چارلي ابدو د طنزي مجلې پر دفتر برید کونکو دوو مشکوکو اسلامي سخت دریځو د فرانسې په شمال کې د تېلو یو ټانک لوټ کړی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو په رایمز کې د لټون پرمهال یو مشکوک کس نیولی

د فرانسې رسنۍ خبر ورکوي دوی د ایسنې ویلرز کاټریټز سیمه کې د تېلو ټانک نه خواړه او تېل غلا کړل او بیا یې ډزې وکړې.

فرانسې د طنزي مجلې په دفتر کې د وژل شویو ۱۲ کسانو لپاره د یوې دقیقې چوپتیا غوره کړه.

تر دې مخکې، یوه وسله وال د پاریس په سوېل کې یوه پولیس افسره په ډزو ووژله.

د پاریس د مونټروج سیمې برید کې یو بل کس سخت ټپي شوی دی. وسله وال له برید وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

دا لا څرګنده نه ده چې دغه وروستۍ پېښه د چارلي ابدو له پېښې سره چې فرانسې ته یې ټکان ورکړ، تړاو لري او که نه.

پولیسو د دوو بریدګرو چې ویل کېږي ورونه دي، په لټه کې دي او تر اوسه یې ګڼ مشکوک کسان نیولي دي. دریم مشکوک کس خپل ځان پولیسو ته سپارلی دی.

د انځور حقوق AFP

د شیریف او سید کواچي د نیولو امر شوی چې ویل کېږي "په وسلو سمبال او خطرناک" دي.

د پلټنو سره تړلو سرچینو د ای ایف پي خبري اژانس ته د یوه راپور په اړه ویلي چې دواړه بریدګر د پنجشنبې پر ورځ د فرانسې شمال ایسني سیمه کې په یوه ګاډي کې لیدل شوي دي.

د فرانسې پولیسو ویلي، د چارلي ابدو مجلې پر دفتر یې د مشکوکو برید کوونکو وروڼو د لټون پرمهال اوه مشکوک کسان نیولي دي. د فرانسې لومړي وزیر مانویل فالس ویلي، سعید او شریف کواچي د فرانسې استخباراتو ته مطلوب کسان وو.

ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې اوه واړو نیول شوو مشکوکو کسانو له برید کوونکو سره اړیکي لرل.

د دغه وزارت ویاند بییر هنري براندت بي بي سي ته ویلي، هغه درېیم مشکوک کس چې پولیسو ته یې ځان تسلیم کړی و، ښکاري چې په برید کې ښکېل نه و.

فرانسه کې د طنزي’’چارلي ابدو’’ مجلې پر دفتر تر برید وروسته، چې لږترلږه ۱۲کسان پکې ووژل شول، د برید کوونکو د موندلو عملیات پیل شوي دي.

پر همدې مهال، د فرانسې رنس ښار کې هم د ترهګرۍ ضد عملیات پیل شوي دي.

فرانسوي رسنیو د پولیسو د ځینو سرچینو په حواله ویلي، په درو برید کوونکو کې دوه وروڼه وو چې نومونه یې د سعید کواچي او شریف کواچي ښودل شوي او درېیم حمید مراد ښودل شوی دی.

د برید انځورونه

په برید کې د مجلې د مشر په ګډون اته خبریالان او دوه پولیس وژل شوي دي.

پنجشنبې ورځې په لومړیو کې د پاریس د محکمې ویاند وویل، ښاغلي مراد په شارلویل مزیرس ښار کې، چې له پاریس نه شمال ختیځ ته نژدې ۲۰۰ کیلومتره لیرې پروت دی، ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی. د سرچینې په وینا ''دغه کس خپل ځان معرفي کړی او اوس د پولیسو په بند کې دی.’’

وړاندې ځینو سرچینو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي وو، د حمید مراد په نامه یوه برید کوونکي وروسته تر هغه پولیسو ته ځان تسلیم کړ، چې په ټولیزو رسینو کې یې خپل نوم د پاریس د برید د شکمنو بریدګرو په لیست کې ولید.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب