اروپا کې د امریکا ۱۵ پوځي اډې تړل کېږي

د انځور حقوق PA
Image caption حدود ۳۲۰۰ پرسنل نظامی و بین ۴۰۰ تا ۵۰۰ غیر نژدې ۳۲-- پوځي پرسونل او د ۴۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ ناپوځي بریتانیايي پرسونل په میلډن هال اډه کې ځای پرځای دي

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل ویلي، په ټوله اروپا کې به د امریکا پنځلس پوځي اډې وتړلې شي، چې هدف یې په روان کال کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو زېرمه کول دي.

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل ویلي، په ټوله اروپا کې به د امریکا د متحدو ایالتونو پنځلس پوځي اډې وتړلې شي، چې د تړل کېدو اصلي هدف یې د ۵۰۰ میلیون ډالرو زېرمه کول دي.

په اروپا کې د امریکا تر ۶۰ زرو ډېر پوځيان مېشت دي چې زیاتره یې په جرمني، ایټالیا او بریتانیا کې دي.

په دفاعي چارو کې د بي بي سي خبریال جنتن مارکس وايي، د امریکا د اډو تړل کېدل په اروپا کې ددغه هېواد د پوځي قدرت د کمولو د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې پر ځای به یې په آسیا او اقیانوسیه کې خپل ځواک ډېر کړي.

په پام کې ده چې امریکايي ځواکونه د همدې پروګرام په لړ کې له یاددو درو اروپايي هېوادونو ووځي.

پنتاګون په یوه اعلامیه کې ویلي: ((موږ به په دغو اډو کې خپل فعالیتونه راکم کړو، خو د امریکا پوځي توان به هېڅکله ورسره کمزوری نه شي.)) ښاغلي هیګل دا هم ویلي، د امریکا ددغو اډو په تړل کېدو سره به دغه هېواد خپلو اروپايي متحدینو ته ژمن پاتې شي.

چک هیګل په بریتانیا کې له هغو کسانو مننه وکړه چې ددوی د پوځي حضور ملاتړ یې کړی و، خو وویل په دې ښه پوهېږي چې ددغو اډو په ختمېدو به ډېر کسان وزګار همه شي.

په بریتانیا، پرتګال او ځینو نورو اروپايي سیمو کې د امریکا پوځي پرسونل به جرمني او ایټالیا ته ولېږدول شي. د بېلګې په توګه، نژدې ۳۲۰۰ پوځي پرسونل او د ۴۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ بریتانوي ملکي پرسونل به د میلډن هال په اډه کې ځای پرځای شي.

د انځور حقوق RAF Reaper DoD
Image caption د امریکا دفاع وزیر چک هېګل ویلي، په ټوله اروپا کې به د امریکا د متحدو ایالتونو پنځلس پوځي اډې وتړلې شي، چې د تړل کېدو اصلي هدف یې د ۵۰۰ میلیون ډالرو زېرمه کول دي.

ددغو اډو په تړل کېدو به د نژدې ۲۰۰۰ امریکايي پوځيانو او بریتانوي ملکي پرسونل د کمېدو لامل وګرځي،چې د پنتاګون په وینا، ۱۲۰۰ به یې بریتانیا کې د لیکن هیت اډې ته ولېږدول شي او هلته به په دایمي ډول ځای پرځای شي.