'د فرانسې بریدونه د څارګرو ادارو د ناکامۍ بېلګه ده'

د انځور حقوق AP

د فرانسې لومړي وزیر مانوېل والس ویلي، چې وروستي وسله وال بریدونه د دغه هېواد د څارګرو ادارو د ناکامۍ ښکارندويي کوي. نوموړي ویلي، چې په بېلابېلو پېښو کې د اوولسو کسانو مرګ په دې مانا دی، چې څارګرو ادارو تېروتنې کړې دي.

دا چې وسله وال څنګه وتوانېدل، چې د فرانسې په زړه کې دا ډول پېچلي بریدونه وکړي او خطرناکې وسلې تر لاسه کړي، دا او دې ته ورته پوښتنې اوس ډېرې راپیدا شوي.

د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال فرانک ګارډنر دې موضوع ته کتنه کړې

د فرانسې د ترهګرۍ ضد ځانګړي امنیتي ځواک چې خورا ډېر روزل شوی هغه کړکیچ په چټکۍ پایته ورساوهّ چې ۵۳ ساعته وړاندې د پاریس پر شارلي هېبدو مجلې په وسله وال برید پیل شوی و.

خو یو شمېر مهمې پوښتتې لا بې ځوابه پاتې دي.

آیا د برید له بهره پلان او سمبال شوی و؟ او که داسې وي، د چا له خوا؟ ایا د وسله والو په دې ادعا کې چې له وژل کېدو مخکې یې وکړه کې څه وزن شته دی چې ویل یې په یمن کې له القاعدې او له د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې سره تړاو لري.

دغه دوه ډلې کله کله یوهّ او بل سره سیالي کوي. او دلته اصلي هدف څه و، د شارلي هېبدو مجله او که د فرانسې ټول ملت.

د فرانسې له پولیسو او استخباراتي ادارو نه لا له وړاندې پوښتنې پيل شوې دي چې دغه دوه ورونه، شریف او سید کواچي ، چې ښه مالوم وو چې افراطي نظریې لري او لا وړاندې د متحده ایالتو او اروپا د نه الوت د څارنې په لست کې وو، څنګه ازاد پرېښودل شوي وو چې یرغلیزې ټوپک تر لاسه کړي او د جنورۍ پر اوومه یوه مرګونی برید تر سره کړي.

د انځور حقوق AFP

تر دې ورآخوا، فرانسه یوه ژوره ستونزه لري. دغه هېواد د متشدده جهادیانو له زیاتېدونکي شمېر سره مخامخ دی چې د دغې اوونۍ پېښو ته به یوازې د یوهّ پیل په سترګه ګوري.

ورته مطالب