د سي آی اې مخکنی مشر له جنايي تورونو سره مخامخ دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د پیټریېاس او برودویل ترمنځ هغه مهال د مینې تارونه سره وپېیل شول، چې په ۲۰۱۱ کې برودویل د خپل شخصي ژوندلیک لیکلو هوډ وکړ.

په امریکا کې څارنوالانو د سي آی اې پر مخکیني مشر ډیویډ پیټرېیاس جنايي تورونه لګولي، چې ګني خپلې معشوقې ته یې پټ استخباراتي معلومات ورکړي دي.

دا راپور د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړی دی.

په راپور کې تر ډېره د هغو جګپوړو امریکايي چارواکو پر څرګندونو او معلوماتو تکیه شوې ده، چې د نومونو له ویلو یې ډډه کړې ده.

پيټرېیاس په ۲۰۱۲ کال کې د سي آی اې له مشرۍ لاس پرسر شو. نوموړی وروسته تر هغه دندې پرېښودو ته اړ شو، چې له پاولا برودویل سره یې د عاشقانه اړیکو کیسې بربنډې شوې.

پیټرېیاس مخکې له دې چې د سي آی اې مشر وټاکل شي، په افغانستان کې او عراق کې د امریکايي ځواکونو مشري هم کړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا د عدلیې وزارت اوس پر دې کار کوي چې ایا پیټریېاس خپلې معشوقې برودویل ته د خپل شخصي برېښنالیک له لارې د سي آی اې پټ معلومات او ځینې نور ډېر محرم اسناد ورکړي او که څنګه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا د عدلیې وزارت اوس پر دې کار کوي چې ایا پیټرېیاس خپلې معشوقې برودویل ته د خپل شخصي برېښنالیک له لارې د سي آی اې پټ معلومات او ځینې نور ډېر محرم اسناد ورکړي او که څنګه.

ورځپاڼه وايي، د فدرالي تحقیقاتو ددفتر (اېف بي آي) کاروونکو د پیټریېاس تر استعفا کولو وروسته، د برودویل په شخصي کمپیوټر کې داسې پټ معلومات وموندل.

وروسته تر هغه چې د اېف بي آی او عدلیې وزارت محققینو پر پیټریېاس جنايي جرمونه ولګول، دا پرېکړه د عدلیې وزیر اریک هولډر ته په رسمي ډول راجع کېږي. که چېرې پیټریېاس په دې جنايي قضیه کې پړ وخېژي، د عمري بند له سزا سره مخامخېدای شي.

د پیټریېاس وکیل رابرټ بارنیټد نیویارک ټایمز د خپاره شوي راپور په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. پیټریېاس برودویل ته د پټو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

ددوی دواړو ترمنځ هغه مهال د مینې تارونه سره وپېیل شول، چې په ۲۰۱۱ کې برودویل د خپل شخصي ژوندلیک لیکلو هوډ وکړ.

د انځور حقوق Getty
Image caption پیټرایس مخکې له دې چې د سي آی اې مشر وټاکل شي، په افغانستان کې او عراق کې د امریکايي ځواکونو مشري هم کړې ده.

ورته مطالب