سعودی فعال ''اسلام ته په سپکاوي'' په دُرو ووهل شو

د انځور حقوق
Image caption بدوي به هره اونۍ تر هغه پورې په دُرو وهل کېږي، چې ورته ټاکل شوې د زرو دُرو سزا یې پوره شي

د سعودي عربستان یو وېپلاګر او فعال رائف بدوي په عام محضر کې پر انټرنېټ اسلام ته د سپکوونکو ویناوو د جرم په تور په دُرو ووهل شو.

‌رائف مخکې په زرو دُرو او لسو کلونو بند محکوم شوی و،‌ چې د ۵۰ درو حکم یې د تېرې جمعې پر ورځ عملي شو.

فعالان وايي، هغه ته به هره اونۍ د دُرو وهلو سزا ورکول کېږي.

رائف چې د ((سعودي لیبرالان)) په نامه وېبپاڼې بنسټګر دی، په ۲۰۱۲ کال کې ونیول شو.‌

د بشري حقونو اړوندو ډلو د هغه په حق کې صادر شوی حکم غندلی او له امریکا یې غوښتي له سعودي عربستان د رائف د بښلو او یا سزا سپکولو غوښتنه وکړي.

د تېرې پنجشبنې په ورځ،‌ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جین ساکي له سعودي چارواکو وغوښتل چې دغه (وحشي حکم) لغوه کړي او د هغه قضیه له سره وارزوي.

سعودي چارواکو د درو او بند پر سزاګانو سربېره،‌ پر رائف یو میلیون ریاله (چې ۲۶۶ زره ډالر کېږي) د نغدي جریمې ورکولو پرېکړه هم کړې ده.‌

په ۲۰۱۳ کال، بدوي د ارتداد (کفر ته د اوښتو)‌ له تور نه سپین وخېژول شو،‌ چې په سعودي عربستان کې د ارتداد سزا اعدامېدل دي.

تېر کال د بدوي وکیلانو ویلي وو، موکل ته یې ۱۵ کاله بند سزا ورکړل شوې ده، ځکه چې نوموړی د ترهګرۍ ضد محکمه کې محاکمه شوی و.‌

عیني شاهدان وايي، بدوي ته د دُرو وهلو لومړۍ سزا د جدې ښار یوه جومات مخې ته ورکړل شوه.‌

فرانس پرېس خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله ویلي، بدوي جومات ته په یوه موټر کې راوستل شو او د خلکو په عام محضر کې یې په حق کې پرېکړه واوروله شوه.‌

بیا وروسته له هغه وغوښتل شول چې خلکو ته شا ورواوړي، او بیا په دُرو ووهل شو، خو هغه تر پایه چوپه خوله پاتې شو.‌

د بشري حقونو فعالانو دغه پرېکړه غندلې ده.‌

د بښنې د نړیوال سازمان یوه غړي سعید بو مدوحه ویلي ''د رائف بدوي په دُرو وهل یو وحشي کار دی، چې له نړیوال قانون ښکاره سرغاړونه ده.''

ورته مطالب