ترکي ښوونځیو ته د عربي الفبې ستنېدل

د انځور حقوق bbc
Image caption په ترکیه کې د عثماني (عربي)‌ ژبې د زده کړې پلویان استدلال کوي چې د الفبا په بدلېدو سره، شاید ترکیه یوه ورځ د بې سوادۍ له ستونزې سره مخامخ شي، او اوس ترکان هغه ولس دی چې د خپلو پلرونو پر شناختو لیکل شوي عثماني توري نه شي لوستلی.

په تېر نومبر میاشت کې د ترکیې ښوونیزې ملي شورا دوه مهمې پرېکړې وکړې،‌ چې یوه یې د عربي الفباء زده کول او د عثماني ترکي ژبې زده کول او بل یې د دیني او اخلاقي کلتور مضمون ښوونیز نصابت ته ور اضافه کول وو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردووان (اردوغان) د دغه هېواد دوولسم ولسمشر دی.‌ که څه هم په دیموکراته ترکیه کې د نوموړي پروړاندې نیوکې ډېرې دي، خو هغه خپل کار کوي او یوازې د عثماني خلافت پېر تر اوس غوره بولي.

په اوسنې ترکیه کې،‌ د تېر نومبر میاشتې په لومړیو کې د ترکیې ښوونیزې ملي شورا دا پرېکړه هم وکړه چې په لومړيو، دویمو او درېیمو ابتدايي ټولګیو کې د سُني مذهب پر بنسټ‌د (دیني او اخلاقي کلتور) په نامه یو مضمون وراضافه کړي.

اردوغان په دې ناسته کې د عثماني خلافت له معمول ژبې سره د ښوونې د مخالفت په مقابل کې وویل،‌ مخالفان که وغواړي او یا ونه غواړي په دې هېواد کې به عثماني ژبه تدریسېږي.‌

ترکیه کې د الفباء شالید

په اروپا کې د نوي روښانفکرۍ له خوځښت پیلېدا وروسته،‌ چې په لړ کې یې د ترکیې پر عثماني خلافت هم اغېز وکړ،‌ د ۱۹ پېړۍ په منځ کې د عربي الفباء د لیرې کولو لړۍ پیل شوه.‌

د انځور حقوق Reuters

خو هغه مهال د عربي الفباء ترکي ژبې لیکلو دوه ډلې کسان وو:‌ لومړی دا چې د عربي الفباء د تورو لیکلو څرنګوالی دې اصلاح شي،‌ بلې ډلې بیا ویل چې بیخي دې له منځه یووړل شي او لاتین توري دې وکارول شي.

د الفبا د تورو بدلولو پلویان دا استدال کاوه،‌ چې ګني عربي/ترکي الفبې توري له ترکي غږونو سره برابر نه دي.‌

بله مساله د لاتینو تورو وه،‌ چې فرانسه کې د لوړو زده کړو ترکانو له ۱۸۵۰ کال وروسته فرانسوي ژبه زده کړې وه او ځان یوډول ویاړمن ورته ښکارېدل.‌

خو د ترکیې په لویو لوېدیځو ښارونو کې (لکه استانبول،‌ ازمیر او تسالونیکي کې ګڼو وګړو پر خپلو هټیو د عربي تورو ترڅنګ لاتین حروف هم لیکل.‌

په دې اړه ګڼو ترکي روڼ اندو د الفبا د اسانه کولو هڅې وکړې، همدا وو چې میرزا فتحعلي آخوندزاده له هغو لومړنیو کسانو و،‌ چې د عربي الفباء اسانه کولو ته یې ملا وتړله او په ایران،‌ آذربایجان او بیا ترکیه کې یې عربي توري بدل او لاتین هغه یې ځای ناستي کړل.

د انځور حقوق Getty
Image caption ترکیې د لومړنیو ښوونځیو،‌ تر درېیم ټولګي پورې د دیني اخلاقو یو مضمون اضافه کول غواړي

د ۱۹ پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې د چاپ صنعت ډېر دود شو،‌ چې په استانبول کې بېلابېل کتابونه په ترکي ژبه خو لاتینو تورو چاپ شول،‌ خو ډېرو ورسره سخت مخالفت هم وکړ او ځینو سخت دریځو او دودیز پالو دا کار آن له اسلام سره په مخالفت کې وباله.‌

په پای کې،‌ د عثماني خلافت له ړنګېدو څو کاله وروسته،‌ او د ترکي جمهوریت په جوړېدو سره، د (الفبا انقلاب) په نامه د نوي ترکي الفبا قانون د ۱۹۲۸ کال د نومبر پر لومړۍ ورځ تصویب او عملي شو.

ددغه قانون پربنسټ،‌ عثماني (عربي) الفباء لیر شول او لاتینو تورو یې ځای ونیو.‌

خو له ۱۹۸۰ لسیزې وروسته، او په ترکي سیاستوالو کې د اسلامپالو د پښې په ټینګېدو سره،‌ چې د دوی د عدالت او پراختیا ګوند په ۲۰۰۲ کال کې واک ته هم پکې ورسېد،‌ د عثماني الفباء بېرته ستنېدو ته یې لاره هواره کړه.‌

د عثماني ژبې د ملاتړ استدلال

په ترکیه کې د عثماني (عربي)‌ ژبې د زده کړې پلویان استدلال کوي چې د الفبا په بدلېدو سره، شاید ترکیه یوه ورځ د بې سوادۍ له ستونزې سره مخامخ شي، او اوس ترکان هغه ولس دی چې د خپلو پلرونو پر شناختو لیکل شوي عثماني توري نه شي لوستلی.

دوی وايي، که چېرې فرانسویان پخپلو درسي کتابونو کې د ۱۷ پېړۍ د مولیر د آثارو لوستل اجباري کړي او انګریزان پخپلو ښوونځیو کې د ویلیم شکسپیر د ۱۶ پېړۍ شعرونه لوستل او نندارې لوستل وراضافه کړي، ولې ترکان پر دې ونه توانېږي، چې تر انقلاب مخکې پېر آثار ونه شي لوستلی.

د سي اېن اېن ترکی خبریال نوشین منګو پر دې اند دی چې د عثماني ژبې زده کول د ترکي، فارسي او عربي ژبې له تورو یوه جوړه شوې ټولګه ده،‌ چې د ترکي ژبې له ښې زده کولو سره مرسته کوي.‌

دی وايي، دی پخپله د فارسي ژبې له زد ه کولو وروسته،‌ اوس په ترکي ژبه ډېر ښه پوهېږي.‌

خو د اسلامپالو یوه ورځپاڼه لیکونکې جمیله بایراکتار پر دې اند ده،‌ چې د عثماني ترکي ژبې زده کول د نوي نسل لپاره ډېرې زیاتې ګټې لري.‌

د عثماني ژبې د زده کړې د مخالفانو استدلال

د ترکیې په لوستې طبقه کې،‌ د عثماني ژبې د زده کړې مخالفان کم نه دي. ددوی له انده،‌ د عثماني ژبې په نامه کومه ژبه نه شته، او دغه ژبه له ترکي ژبې سره د نورو ژبو په مدغمېدو سره رامنځ ته شوې ده، او بېرته ورستنېدل په اصل کې شاتګ دی.

مخالفان وايي، د عامو خلکو لپاره د داسې الفبې زده کول، چې ډېر وخت دوی ورسره اشنا نه وو،‌ ضرور نه دي، خو د عثماني خلافت د تاریخ مینه وال او څېړونکي کولی شي دغه ژبه د پوهنتون په کچه د یوه درسي مضمون په توګه زده کړي.

د انقرې دولت وايي، په درې کلنه دوره کې نژدې ۱۵۰ زره کسان روزل شوي او د د عثماني ژبې د لیک لوست،‌ زده کړې او تدریس لپاره دوی چمتو دي چې نورو ته یې وروښيي.

خو مخالفان پوښتي څرنګه کېدای شي چې کردان پخپله مورنۍ ژبه پخپلو ښوونځیو کې د زده کړې زمینه نه لري، او دولت وايي چې د کردي ژبې لپاره ښوونکی، بودیجه او نور امکانات نه لري، خو د عثماني ژبه د زده کړې لپاره هر راز اسانتیاوې برابروي.

د انځور حقوق AP
Image caption د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردووان (اردوغان) د دغه هېواد دوولسم ولسمشر دی.‌

یوه بله موضوع پر دودیز ډول د دیني زده کړو مخته وړل دي،‌ د ترکیې زیاتره محافظه کاران او عادي خلک په ښوونیزو بنسټونو کې د دولت له اسلامپاله سیاست سره موافق چې په تېرو لسو کلونو کې په ښوونځیو کې د منځنیو ښوونځیو مذهبي اړخ او د پوهنتونونو په کچه د قرآن زده کولو ټولګي جوړولو هرکلی کړی دی.

دوی په ښوونځیو کې د دیني درسونو له اجباري کېدو سره هم موافق دي دي،‌ ځکه چې په باور یې، ترکیه یو اسلامي هېواد دی.