د اېل جي کارخانه کې دوه کسه مړه شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption اېل جي کمپنۍ د پېښې په اړه خواشيني ښکاره کړې او ويلي يې دي چې پلټنه به شروع کړي.

جنوبي کوريا کې دوه کسان د اېل جي کارخانې په ېوه پېښه کې مړه شوي دي. دغو کسانو د کارخانې ورځنۍ کتنه کوله چې د نايتروجن غازو له خلاصېدو وروسته يې دمه بنده او مړه شول.

اېل جي په يوه اعلاميه کې ويلي په دې پېښه کې څلور کسان ژوبل شوي چې روغتيا د اندېښنې وړ نه ده.

اېل جي کمپنۍ د دې پېښې په اړه خواشيني ښکاره کړې او زياته کړې يې ده چې د پېښې په اړه به پلټنه پيلوي.

په يوه اعلاميه کې اېل جي کمپنۍ ويلي چې دغه پېښه پي اته (P8) کمپنۍ کې د سيول شمال پجو ښار کې د نايتروجن غازو خپرېدو څخه له امله شوې ده.

دغه ځای کې اېل جي شرکت د لويو اېل سي ډي تلويزيونونه لپاره ښېښې جوروي. ويل کېږي دا د نړي د اېل سي ډي او او اېل اي ډي لويو ښيښې جوړونکو شرکتونو څخه ګڼل کېږي.

اېل جې دغه پېښه يوه لويه "غميزه " بللې ده.