ازهر او اسلامي بنسټونو د ''چارلي ابدو'' نوې ګڼه بل سپکاوی بللی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د القدس عمومي مفتي شیخ محمد حسین هم د چارلي ابدو دا کړنه له کرکې ډکه بللې ده، چې په وینا یې له دې پرته چې د خلکو ترمنځ نفرت او د تعصب ناوړه عمل زیات نه کړي، بله ګټه نه لري.

د مصر ازهر، د اسلامي څېړنو نورو ټولنو، د مصر دارالافتاء او د قدس مفتي د فرانسوۍ طنزي چارلي ابدو مجلې بیا خپرېدل غندلي، چې د پیغمبر کارتون یې پر پوښتۍ چاپ کړی دی.

ازهر دغه کارتون د یوه (ناروغ ضمیر) زیږنده بللی، چې پر خپله وېبپاڼه یې دا کار غندلی او پر مسلمانانو یې غږ کړی چې بابیزه یې وګڼي.

په قاهره کې د اسلامي څېړنو ټولنې هم د چارلي ابدو د چلوونکو دا کار په سختو ټکو غندلی دی.

دوی په یوه ویناپاڼه کې ویلي: ''دغه کار کرکه پاروي او د ولسونو ترمنځ د سوله ییز ژوند چاپېریال پر تاوتریخوالي اړوي، او په اروپايي او لوېدیځو ټولنو کې د مسلمانانو د مدغمېدو مخه نیسي.''

په ویناپاڼه کې دا هم راغلي چې: ''موږ هغه تاوتریخوالی او ترهګري غندو، چې اسلام ته د ځینو منسوبو شویو کسانو په لاس رامنځ ته کېږي، موږ دا کار له هره اړخه غندو، ځکه چې دغه ناوړه کړنه د ولسونو ترمنځ د مشترکو ګټو خدمت نه کوي.''

د مصر دارالافتاءهم پخپله ویناپاڼه کې د چارلي ابدو دا کړنهه غندلې ده چې په وینا یې د مجلې دا ګام له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې او خطرناک دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption په یمن کې د القاعدې یوه مشر پر چارلي ابدو د تېرې اونۍ د برید پړه ومنله او د ورته نورو بریدونو ګواښ یې هم کړی

سرچینې له فرانسوي حکومت او نورو فرانسوي ګوندونو او ټولنو ته ددې کار د مخنیوي غوښتنه کړې ده، چې په ښکاره د ولسونو او مذهبونو ترمنځواټن رامنځ ته کوي.

د مصر دارالافتاء د پاریس تر پېښې وروسته پر ځینو جوماتونو د بریدونو ډېروالی غندلی دی، چې په وینا یې دا ډول کړنه دې ته زمینه برابروي، چې سخت دریځي په دواړو خواوو کې تاوتریخوالی وکړي.

د القدس عمومي مفتي شیخ محمد حسین هم د چارلي ابدو دا کړنه له کرکې ډکه بللې ده، چې په وینا دا کار یواې د خلکو او ولسونو ترمنځ کرکه ډېروي.

دی وايي: ''دغه کارتون د یوه داسې ښکاره سرغړاوي ثبوت دی چې په لوی لاس مسلمانان ته سپکاوی کوي،دوی په دې کار سره په نړۍ کې د څه باندې دوو میلیاردو مسلمانانو احساساتو ته ضربه ورکړې ده.''

د انځور حقوق AFP
Image caption د چارلي ابدو دارې د چارشنبې په ورځ پنځه میلیون ټوکه دغه مجله چاپ کړه

دغه مفتي ویلي، ''د وینا ازادي په دې معنا نه ده چې ګني مقدساتو ته دې سپکاوی وشي... ازادي او دیموکراسي دا نه ده چې د نورو پر حقونو دې تېری وشي او د هغوی مقدسات دې سپک کړای شي.''