ایران له لویدیځ سره د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

د انځور حقوق epa
Image caption پاکستان او بیا سویس ته له تللو دمخه په هندوستان کې ښاغلي کېري وویل دی هیله من دی چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه یې په خبرو کې ښه پرمختګ وشي.

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره په ویانا کې وګوري او د ایران د اټومي پروګرام په اړه ورسره شوې خبرې بیا تازه کړي.

ښاغلي کېري ویلي چې له ښاغلي ظریف سره په دې خاطر ګوري چې د خبرو له بل پړاو نه وړاندې چې په پام کې ده سبا پنجشنبه (د جنورۍ ۱۵مه) پیل شي خبرو ته سره چمتو شي.

د نړۍ شپږ قوتونه له ایرانه د بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې غواړي چې له خپل اټومي پروګرام نه لاس په سر شي.

په دې برخه کې د ۲۰۱۳ کال د نوامبر په میاشت کې یوه لومړنۍ معامله شوه خو د یوې هر اړخیزې معاملې په اړه ټاکل شوي دوه ضرب الاجلونه له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته ورسېدل.

اوس موخه دا ده چې د مارچ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې د لوړې کچې یوې سیاسي هوکړې ته سره ورسېږي او د جولای میاشتې تر لومړۍ نیټې د هوکړې ټول تخنیکي جزییات په ډاګه شي.

له دې ویرې چې ګواکې ایران د اتومې وسلې د جوړولو هڅه کوي پر ایران د لویدیځ له خوا بندیزونه لګول شوي خو ایران تل ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې د سوله ییزو مقاصدو لپاره دی.

پاکستان او بیا سویس ته له تللو دمخه په هندوستان کې ښاغلي کېري وویل دی هیله من دی چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه یې په خبرو کې ښه پرمختګ وشي.

تېرکال د نوامبر په میاشت کې په ویانا کې له ایران سره د اتومي پروګرام پر سره د لویدیځ خبرې له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدې.

خو ښاغلي کېري ویلي اوس دوی په داسې یوه پړاو کې دي چې ډېرې موضوګانې حل کولای شي.

په پام کې ده چې د ایران او امنیت شورا د پنځو دایمي غړو هېوادونو او جرمني ترمنځ د خبرو نوی پړاو سبا پنجشنبه په جینوا کې پیل شي.

ویل شوي چې په دې پړاو کې به د یورانیمو د غني کولو او په دې هکله خبرې وشي چې څومره ژر پر ایران لګېدلي بندیزونه لیرې کېدای شي.

په جینوا کې د بي بي سي خبریاله ایمیجن فولکس وايي له پخوانیو اختلافاتو سربیره د ښاغلي کېري او ظریف ترمینځ له لیدنې مخکې نښې نښانې مثبتې دي.

ورته مطالب