امریکا د کانګرس پر ودانۍ ''مشکوک برید کوونکی' نیولی

د انځور حقوق AP
Image caption کورنل د اېف بي آی تر اوږدې څارنې لاندې وي، خو د تېرې چارشنبې په ورځ د یوې وسلې تر اخیستو وروسته ونیول شو.‌

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو دفتر (اېف بي ‌آی) ویلي،‌ په اوهایو ایالت کې یې د ''اسلامي دولت'' یو داسې ملاتړی مشکوک کس نیولی،‌ چې د کانګرس پر ودانۍ او کارکوونکو یې د برید هوډ‌ درلود.‌

مشکوک کریسټوفر کورنل ۲۰ کاله عمر لريو چې د محکمې د اسنادو پربنسټ د یوه امریکايي افسر د وژلو په هڅې تورن شوی.‌

په اسنادو کې دا هم راغلي، چې کورنل پر خپله ټویټر پاڼه یو داسې پیغام خپور کړی، چې د ''اسلامي دولت'' ملاتړ پکې ښودل کېږي.

د هغه د ټویټر پیغامونه په مستعار (رحیل محروس عبیده) نامه خپرېدل.

د اېف بي آی یوه مامور جان رابویس،‌ چېد کورنل د نیول کېدو مسؤول وو، د هغه په اړه ویلي ''امریکايي وګړي د تحقیقاتو په اړه په خطر کې نه وو.''

کورنل د اېف بي آی تر اوږدې څارنې لاندې وي، خو د تېرې چارشنبې په ورځ د یوې وسلې تر اخیستو وروسته ونیول شو.‌

له اېف بي آی سره یوې ملاتړې سرچینې ویلي، کورنل ''ورته ویلي چې ګني هغه د اسلامي دولت له لوري په رسمي توګه د بریدونو لپاره نه وو ګومارل شوی، خو غوښتل یې چې د جهاد بیرغ لوړ وساتي.''

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر کورنل تور دی چې په مستعار نامه یې په ټویټر پاڼه د ''اسلامي دولت'' ملاتړ اعلان کړی

سرچینه دا هم وايي، چې کورنل دا هم ویلي:‌ ''په تېر اکتوبر کې یې د کتنې پرمهال وسلې ته د اړتیا لرلو خبره ورته کړې ده، خو د وسلې ترلاسه کولو په اړه یې له نورو جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده.''

د کورنل له قوله دا هم ویل شوي، چې واشنګټن ته یې تلل غوښتل، چې هلته د کانګرس ودانۍ د اوبو په نلونو کې چاودېدونکي توکي او بمونه ځای پرځای کړي، او د ودانۍ د ننه پر کارکوونکو ډزې وکړي.

کورنل په اوهایو ایالت کې د ایم ۱۵ ډوله نیمه اتومات دوو وسلو او ۶۰۰ مرمیو تر اخیستو وروسته نیول شوی دی.‌‌