اولاند: د پاریس د برید په تړاو کسان نیول شوي

د انځور حقوق Reuters

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وايي تېره شپه په فرانسه کې نیول شوي کسان د هغه برید په تنظیمولو کې د احتمالي لاس لرلو په شک نیول شي چې تېره اوونۍ يې په ترڅ کې په فرانسه کې ۱۷ کسان ووژل شول.

په دې لړ کې لږ ترلږه ۱۲ کسان نیول شوي دي.

ښاغلي اولاند وویل فرانسې له خپلو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه بلجیم سره د ګډې همکارۍ په ترڅ کې د تېرې شپې عملیات ترسره کړل.

د بلجیم پلازمېنې بروکسل په ګډون ددغه هېواد ځانګړو پولیسو د ترهګرۍ پرضد پراخ عملیات پیل کړي، چې تېره شپه یې په ترڅ کې دوه مشکوک اورپکي ووژل شول.

اټکل دی، چې وژل شوي اورپکي له سوریې نه ستانه شوي کسان وو.

د رپوټونو له مخې، دغه کسان د بلجیم په ختيځ ورویه ښار کې وژل شوي.

د بلجيم فدرالي څارنوالی اریک فان درسیپت ویلي، د عملیاتو په لړ کې درېیم مشکوک کس نیول شوی، خو پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د نوموړي په وینا، پولیسو د ځینو هغو کسانو د راغونډېدو پرځای هجوم وروړ،‌ چې تازه له سوریې نه ستانه شوي وو، خو غوښتل یې چې په څو ساعتونو کې بریدونه‌ طرح کړي.

ښاغلي فان درسیپټ دا هم ویلي، چې مشکوکو کسانو له ځان سره وسلې هم لرلې چې د عملیاتو پرمهال یې پر پولیسو ډزې هم کړې دي.

نوموړي ویلي، اټکل دی چې ځینې نور کسان هم وي، چې اوس یې د موندلو عملیات روان دي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

دغه عملیات د تېرې پنجشنبې پر شپه په بروکسل او ځینو نورو سیمو کې پیل شوي.

سیمه ییزو رسیو ویلي، د پنجشنبې په ورځ دوه اسلامپاله مشکوک سخت دریځي د زاونتم په شاوخوا کې چې د بروکسل هوايي ډګر هم پروت دی، نیول شوي دي.

د بلجیم چارواکي وايي ددغه هېواد تر ۳۰۰ ډېر وګړي سوریې او عراق ته تللي او له هلته د اسلامپالو په لیکو کې جنګېدلي دي.

بلجیمي خبریال مارک اکهاوت بي بي سي ته ویلي مشکوک په ورویه ښار کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید هوډ‌ درلود.

‌‌په بلجیم کې دا پېښه فرانسه کې د چارلي اېبدو پر طنزي مجلې تر برید یوه اونۍ وروسته شوې،‌ چې په یاده پېښه او نورو عملیاتو کې لږترلږه ۱۷ کسان ووژل شول.

د بلجیم رسنیو ویلي د پاریس په برید کې ځینې کارول شوې وسلې د بروکسل د (مدي) اورګاډي تمځي ته څېرمه رانیول شوې وې.

پر همدې مهال، د بلجیم څارنوال وايي، تر اوسه په قطعي ډول ددغه برید او د پاریس د برید ترمنځ د څرګند تړاو په اړه کره مالومات نه شته.

د تېر کال په مې میاشت کې د بروکسل د یهودانو په یوه موزیم کې څلور کسان د یوه الجزایري ټباره فرانسوي سړي په ډزو ووژل شول.

د انځور حقوق AP
Image caption سیمه ییزو رسیو ویلي، د پنجشنبې په ورځ دوه اسلامپاله مشکوک سخت دریځي د زاونتم په شاوخوا کې چې د بروکسل هوايي ډګر هم پروت دی، نیول شوي دي.

ورته مطالب