سږکال د اوسکار جاېزې ته اته فلمونه غوره شول

Image caption سږکال د اوسکار جاېزې لپاره اته فلمونه او د دې فلمونو جوړونکي او ستوري غوره شوي دي.

اوسکار د فلم جوړونکو او کارکوونکو ته د جایزې ورکولو ځانګړې مراسم دي چې هر کال لمانځل کېږي او هغو فلمونو ته چې د غوراوي له پړاو وروسته غوره وبلل شي جایزې ورکول کېږي.

سږ کال دغه مراسم د فبروری پر ۲۲ مه نېټه د امریکا په لاس انجیلس کې د هالیووډ په دولبي تیاتر کې ولمانځل شي، خو تر دې وړاندې دغه فلمونه او لوبغاړي یې چې جایزو ته غوره شوي وي علانیږي.

د پنجشنبې په ورځ اوسکار جایزې ته غوره شوي فلمونه علان شول.

له دوو فلمونو نه د اوسکار جایزې ته نهه، نهه کسان غوره شوي دي.

دا دوه فلمونه د بړډمن او ګرېنډ بوداپست هوټل نومېږي.

د ګرېنډ بوداپست هوټل یو کامیډي فلم دی چې د دې هوټل او د کارکوونکو په اړه یې دی.

له دغه فلمه ۹ کسان د اوسکار جاېزو ته غوره شوي چې تر ټولو د غوره فلم او غوره ډایریکټر جاېزې هم په کې شاملې دي.

بل فلم چې ۹ کسان یې جاېزې ته غوره شوي "بړډ من" دی.

له دې فلمه غوره ډایریکټر او غوره لوبغاړي غوره شوي دي.

"امیتېشن ګېم" برتانوی فلم دی چې تر یادو دو فلمونو وروسته یې نژدې ځای نیولی.

له امیتېشتن ګېمه ۸ لوبغاړي غوره شوي، چې په دغو لوبغاړو کې د فلم اصلي ستوری بنډیکټ کمبربیچ «Benedict Cumberbatch» او مرسته کوونکې لوبغاړې کېرا نایټلي«Keira Knightley » شامل دي.

دغه دوه لوبغاړي په امیتېشن ګېم فلم کې په دوهمه نړیواله جګړه کې د یوه پټ راز په څرګندولو کې ښه رول لوبولی دی.

امیتېشن ګېم به د بل برتانوی فلم له « تیوري اف ایفري تینګ» سره سیالي کوي چې له دې فلمه هم دوه ستوري هم اوسکار جاېزې ته غوره شوي دي.

فیسیلټي جونز « Felicity Jones » د غوره لوبغاړې او ایډي ریډمېن « Eddie Redmayne» د غوره لوبغاړي ځای خپل کړی دی.

ایډي ریډمېن په دې فلم کې د مشهور فزیک پوه سټیفن هواکینګ « Stephen Hawking » رول لوبوي.

ایډي وايي هېڅ باور نه کوي چې د اوسکار جایزه ته غوره شوی وي.

بله لوبغاړې روزامونډ پایک « Rosamund Pike » نومېږي چې د اوسکار جایزې ته غوره شوې، هغې ګان ګرل «Gone Girl» په نامه فلم کې خورا قوي رول ادا کړی دی.

نور فلمونه چې د اوسکار جایزې ته ټاکل شوي امریکن سنیپر « American Sniper » دی چې عراق ته د یوه امریکایې پوځي پر ریښتنې کیسه جوړ شوی.

له دغه فلمه ۶ کسان غوره شوي.

بل فلم د بایهوډ « Boyhood » په نامه دی.

دغه فلم په ۱۲ کالو کې ثبت شوی چې د یوه هلک کیسه د ۱۲ کلونو په اوږدو کې څاري.

د ځینو په نظر دغه فلم باید د اوسکار تر ټولو د غوره فلم جایزه تر لاسه کړي.

د اوسکار جایزې پایلې به راتلوونکې میاشت د فبرورۍ په ۲۲مه اعلان شي.

ورته مطالب