تهران کې د سُنیانو مرکزي جومات مهرولاک شو

د انځور حقوق abdolhamid.net
Image caption تهران کې سنیان د لمانځه لپاره رسمي ځای نه لري

له ایران نه رپوټونه وايي، په تهران کې د ښاروالۍ کارکوونکو د سُنیانو تر ټولو د یوه لوی جومات دروازې تړلې او ولډینګ کړې یې دي.

عیني شاهدانو ویلي، د شنبې په ورځ ګهیځ د ښاروالۍ مامورین د تهران پونک سیمه کې د سُنیانو د لمانځه ځای ته ورغلي او د جومات ټولې دروازې یې ولډینګ کړې او تړلې دي.

په لندن کې د بلوچستان د تحقیقاتي مرکز مشر عبدالستار دوشوکي بي ب‍ي سي ته ومنله،‌ چې د ښاروالۍ کارکوونکو د سُنیانو ددغه جومات له ملا امام سره ناوړه چلند کړی او آن د هغه ځینې شخصي توکي یې هم له ځانه سره وړي دي.

هغه وویل، په سیمه کې ځینو حاضر کسان هم د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې ساتل شوي.

ښاغلی دوشوکي وايي: ''اهل سُنّت په رسمي توګه په تهران کې د لمانځه لپاره ځانګړی ځای نه لري، خو د تېرو کلونو په اوږدو کې یې د لمانځه لپاره یو سالون په اجاره نیولی و، ایران ډېر کله له سنیانو سره دا ډول چلند کړی دی.''

هغه وايي، په زیاترو مواردو کې د لمانځه لپاره دا ځای پرانیستی وي، او تهران مېشتي اهل سنت له دغه ځای نه د لمانځه د مرکزي ځای په توګه ګټه اخلي.

څو ورځې وړاندې هم ویل شوي وو چې دغه جومات کې د سنیانو د وتلي عالم مولانا عبالحمید په امامت لمانځه ته اجازه نه وه ورکړل شوې.‌

د انځور حقوق .

ورته مطالب