شمالي وزیرستان څارګرې الوتکې درې کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption د روان ۲۰۱۵ کال له ‌پیل راهیسې پر قبایلي سیمو د امریکا بې پیلوټه الوتکو درې ځلې بریدونه کړي.‌

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان شوال قبایلي سيمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږترلږه درې کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، برید د دوشنبې پر ګهیځ په ځايي وخت پنځه بجې په شوال ولسوالۍ کې وشو.‌

یوه سیمه ییز چارواکي بي بي سي ته وویل، څارګرې الوتکې پر یوه کور دوه توغندي وویشتل.‌

په برید کې په نښه شوی ځای ویجاړ شوی، چې هلته لږترلږه درې اوسېدونکي وژل شوي، خو ځینو چارواکو د وژل شویو شمېر څلور کسه ښودلی.‌

تر اوسه د وژل شویو د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د روان ۲۰۱۵ کال له ‌پیل راهیسې پر قبایلي سیمو د امریکا بې پیلوټه الوتکو درې ځلې بریدونه کړي.‌

د جنورۍ په ۱۵ هم څارګرې الوتکې په شوال کې برید وکړ،‌چې لږترلږه شپږ کسان پکې ووژل شول.

شمالي وزیرستان تېر کال د پوځ د سختو عملیاتو شاهد و،‌ چې سلګونه زره کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې‌،‌ خو لاهم هلته پوځي عملیات دوام لري.

په تېره یوه لسیزه کې شمالي وزیرستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو شاهد و.‌

په دغو بریدونو کې د اورپکو سربېره، ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي.

پاکستاني چارواکو له امریکا په وار ورار غوښتنه کړې،‌ چې د پاکستان په خاوره کې دغه بریدونه ودروي، خو امریکا وايي، د اورپکو په ځپلو کې د څارګرو الوتکو بریدونه ډېر اغېزناک دي.‌

ورته مطالب