د پيسو نړيوال صندوق د نړۍ د ودې کمېدو وړاندوينه کوي

د انځور حقوق bbc
Image caption په چين کې د اقتصادي ودې کمېدل د نړيوال اقتصاد لپاره يو بل کړاو دی. دولتي څېړنې ښیي د چين اقتصادي وده ۷،۴ سلنه شوې. ۲۰۱۳ کال دا شمېره ۷،۷ سلنه وه.

د پيسو نړيوال صندوق اي اېم اېف د نړيوال اقتصاد وده د راتلونکي کال لپاره کمه ښودلې ده.

د پيسو نړيوال صندوق د روان کال اقتصادي وده ۳.۵ سلنه ښيي، تېر کال دغه وده ٪۳،۸ او راتلونکی کال به ٪۳،۷ وي.

د اقتصادي ودې د شمېرو ټيټدل نړيوال اقتصاد ته ګټه هم لري، د تېلو قېمتونو کمېدل د ځينو هېوادونو لپاره ګټور دي.

د پيسو کمېدو وېره

د پيسو نړيوال صندوق وايي يورو وکولای شي خپل ځان له روان کړاو څخه وباسي. خو دا وخت ته اړتيا لري.

د پيسو نړيوال صندوق د روان کال لپاره د يورو ټولنې وده ۱.۲ سلنه او د ۲۰۱۶ کال لپاره ۱،۴ سلنه ښودلې ده.

د اروپا مرکزي بانک لومړی بايد د پيسو ټيټېدل او بيا د تېلو بيې سمې کړي.

بي بي سي ته د پيسو نړيوال صندوق يوه مشر اقتصاد پوه اولېور بلنچارډ وويل "د پيسو کمېدل د يورو د اقتصاد لپاره يوه وېروونکې قوه ده، او دا به د اقتصاد بيا روغونه ټکنۍ کړي"

ده وويل چې د پيسو کمېدل کېدای شي يو ځل بيا د يورو د اقتصاد لپاره نوي کړاونه جوړ کړي.

د تېلو بيو ټيټېدلو له کبله ټکسونه کم شوي دي او دا هم په يورو بد اغېز لرلی شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اقتصادي ودې کمېدل نړيوال اقتصاد ته يوه ګټه هم لري، د تېلو قېمتونو کمېدل د ځينو هېوادونو لپاره ګټور دي.

په چين کې د اقتصادي ودې کمېدل د نړيوال اقتصاد لپاره يو بل کړاو دی.

دولتي څېړنې ښیي د چين اقتصادي وده ۷،۴ سلنه شوې. ۲۰۱۳ کال دا شمېره ۷،۷ سلنه وه.

د پيسو نړيوال صندوق د راتلونکي کال لپاره د چين اقتصاد وده ۶.۳ سلنه ښيي چې دا وده په تېرو دريو کلونو کې ٪۱۰ وه.

د تېلو د بيو کموال د روسيې پر اقتصاد بد اغېز لرلی شي. د روسيه اقتصاد تر ټولو په چټکۍ ټيټ شوی دی.

په همدې ډول دبيو ټېټوالی به د تېلو په يو بل توليدوونکي هېواد د نايجريا هم بد اغېز ولري.

د بريتانيا لپاره دا وړاندوينې د تېر کال په څېر ۲،۷ سلنه ښودل شوې دي. ۲۰۱۶ کال کې به دا شمېره ٪۲.۴ ته راښکته شي.

ښاغلی بلېنچارډ د بريتانيا اقتصادي وده ښه بولي، خو وايي چې کېدای شي د يورو ټولنې کمزوري کېدل به په دوی بد اغېز ولري.