د هندي پړانګانو شمېر ۳۰ سلنه ډېر شوی

د انځور حقوق AFP

د هندوستان حکومت وايي په تېرو څلورو کلونو کې د پړانګانو شمېر يو پر دری ډېر شوی دی.

د هندوستان د چاپېريال وزير پرکاش جوډيکر وويل د پړانګانو شمېر له ۱۷۰۶ څخه ۲۲۶ ته زياته شوې دی.

ځيني شمېرې ښيي هندوستان د نړۍ ۷۰ سلنه پړانګانو کوربه دی. ښاغلي جواډيکر وايي دغه لاسته راوڼې يوه "لويه کاميابي ده"

ده په نوي ډيلي کې خبريالانو ته وويل "مخکې هېڅکله هم د پړانګانو د زياتوالي لپاره داسې اقدامونه نه وو شوي ".

ده زياته کړه په نړۍ کې د پړانګانو شمېر په کمېدو دی خو په هندوستان کې ډېرېږي، دا يو ښه خبر دی. د پړانګونو د شمېر د زياتولو دغه لار کېدای شي په نورو هېوادونو کې هم وکارول شي

جواډيکر وويل هندوستان کولی شي نورو هېوادونه ته هم پړانګونه ورکړي چې دا به يې په شمېر کې زياتوالی راولی.

له څه مودې راهيسې د وحشي ژويو فعالان وايي چې د پړانګانو په شمېر کې کمی راغلی دی.

انډیا ټايمز ورځپاڼه وايي ۲۰۰۸ کال کې د پړانګانو شمېر ۱۴۱۱ و.