جاپاني سړي، ښځینه پوهنتون کې د شاملېدو د رد پرضد عریضه کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption عارض سړی د تاوان غوښتنه کوي او وايي باید په پوهنتون کې داخله ورکړله شي.

یو جاپانی سړی له دې کبله د ښځو لپاره د ځانګړي پوهنتون خلاف دعوی کوي، چې هلته د زده کړو لپاره یې د نوموړي غوښتنلیک رد کړی دی.

د کیوډو خبري اژانس په رپوټ کې چې بنکاک پوسټ خپور کړی، د یاد سړي نوم نه دی یاد شوی، خو وايي غوښتل یې د تغذیې تخصص لپاره زده کړې تر لاسه کړي او په همدې هدف یې د جاپان سویل ختیځ کې د فوکوکا پوهنتون ته داخلې لپاره غوښتنلیک وړاندې کړی و.

د اژانس خبر کې ویل شوي، چې سیمه کې همدا یوازینی پوهنتون دی، چې د تغذیې کورس لري. خو یاد پوهنتون د نوموړي غوښتنلیک رد کړ، چې هغه د پوهنتون دغه چاره جنسي تبعیض بولي.

د جاپان اساسي قانون له مخې له خلکو سره د دوی د جنس پر بنسټ تبعیض کول منع دي او دا چې هر څوک زده کړو ته د مساوي لاسرسي حق لري. نوموړي سیمه ییزې محکمې ته په خپله عریضه کې ویلي، چې یوه دولتي پوهنتون د خلکو ملکیت دی، چې چارې یې د مالیې پېسو په وسیله پر مخ ځي.

د نوموړي په عریضه کې دا هم ویل شوي، چې که اوس مې غوښتنلیک نه منل کېږي، زما هغه هیله نه پوره کېږي، چې غواړم د تغذیې ماهر شم او یا اړ یم، چې بل ایالت ته او یا هم شخصي پوهنتون ته په زده کړو پسې لاړ شم.

د نوموړي سړي مدافع وکیل وايي، دا لومړی ځل دی، چې جاپان کې په قانوني ډول د ښځو لپاره ځانګړی دولتي پوهنتون ننګول شوی دی.

عارض سړی د تاوان غوښتنه کوي او وايي باید په پوهنتون کې داخله ورکړله شي.

په نومبر کې، چې یاد سړي د پوهنتون خلاف دعوی کولو اعلان وکړ، د پوهنتون یوه چارواکي وویل: موږ له ۹۱ کلونو راهیسې د مېرمنو د تعلیمي ودې لپاره هلې ځلې کوو، موږ مېرمنو ته د مشرتابه رول لوبولو لپاره په مشخص ډول د زده کړو ورکولو لړۍ روانه ساتل غواړو.