آکسفام: ۱٪بډایان به له نورې نړۍ نه زیاته شتمنۍ ولري

د انځور حقوق bbc
Image caption آیا تاسو د ۱٪شتمن وپه ډله کې راځئ؟ څومره شتمنۍ باید ولرئ؟

د بریتانیا یوه خیریه موسسه (آکسفام) وايي ډیر ژر به د نړۍ ۱٪ بډایان د نړۍ د نورو ټولو وګړو په پرتله زیاته شتمنۍ ولري.

ددې موسسې څیړنې ښودلې چې د نړۍ د ۱٪ شتمنو کسانو ونډه په ۲۰۰۹ کال کې له ۴۴٪ څخه تېر کال ۴۸٪ ته زیاته شوې ده.

آکسفام وايي که چارې همداسې روانې وي نو په ۲۰۱۶ کې به ۱٪ بډایان د نړۍ د شتمنۍ ۵۰٪ په واک کې ولري.

دا څیړنه د ډیوس په ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په درشل کې شوې ده.

په دې نړیوالې کلنۍ غونډې کې هرکال د نړۍ د سیاسي او سوداګریزو چارو لوړ مشران سره راټولیږي.

د آکسفام اجرايي مشره، ‘’یني بیانیما’’ به هم د ډیوس د غونډې د مشرتابه هیات غړې وي. هغه وايي د آکسفام د خیریه موسسې د معتبره رول څخه په کار اخیستنې به هڅه وکړي د غونډې برخه وال دې ته راوبولي چې د نړۍ د بډایانو او بې وزلو ترمنځ د واټن د کمولو لپاره فوري ګامونه پورته کړي.

ویني بیا نیما، د غونډې په درشل کې په یوې خپرې شوې وینا کې وویل چې نړیواله نابرابري حیرانوونکې کچې ته رسیدلې.

نړیواله شتمنۍ

  • په ۲۰۱۴ کې د نړۍ ۴۸٪ شتمنۍ د ۱٪ بډایانو په لاس کې وه
  • په ۲۰۲۰ کې به د نړۍ ۵۴٪ شتمنۍ د ۱٪ بډایانو په لاس کې وي
  • د ۸۰ لوړو ملیاردرانو ۱،۹ تریلیونه ډالره شتمنۍ -د نورې نړۍ د ۵۰٪ خلکو له شتمنیو سره برابره ده
  • په ۴ کلونوکې به د ۸۰ لوړو میلیاردرانو شتمنۍ ۶۰۰ ملیارده ډالره یا ۵۰٪ نوره هم زیاته شي
  • په ۴ کلونوکې به د نړۍ د ۵۰٪ بې وزلو شتمنۍ ۷۵۰ ملیارده ډالره کمه شي

د ارقامو سرچینه: آکسفام، کریدت سویس، فرانس پرس

د آکسفام مشره وايي ’’اوس هغه وخت رارسېدلی چې زموږمشران د پیاوړو د هغو ځاني ګټو پر وړاندې ګامونه پورته کړي چې د یوې منصفانه او لا بسیا نړۍ د لارې خنډ دي.’’

هغه وايي: ’’د ممتازو کسانو او سنی حالت بې لګښته نه دی -که د نابرابرۍ پرضد ګامونه پورته نشي د بېوزلۍ پرضد مبارزه به په لسګونو کلونه ترشا پاتې شي. زیاتیدونکې نابرابرۍ، بېوزلي دوه ځلي زیانمنوي -هغوې د اقتصاد وړه برخه ترلاسه کوي او ډېره نابرابري اقتصادي وده کموي چې له امله یې د ټولو اقتصادي ونډه کمیږي’’.

د پام وړ ارقام

آکسفام خپلې وړاندوینې د هغو ارقامو پربنسټ کړې دي چې د کریدت سویس د نړیوالې شتمنۍ په ریپوټ کې راغلي. په هغې کې له ۲۰۰۰ کال راهیسې د نړیوالې شتمنۍ وېش ته کتنه شوې او د افرادو مالي او غیرمالي شتمنۍ ارزښت په نظر کې نیول شوی، ځمکې او ملکیتونه حساب شوي او پورونه ور څخه کم شوي، په دې توګه د افرادو شتمنۍ حساب شوې ده. په دې ارقامو کې معاشونه یا نغدي عایدات نه دي حساب شوي.

د بې بې سي د احصاییو د څانګې مشر، آنتوني ریوبین، وايي ددې لپاره چې یو شخص د نړۍ د ۱٪ شتمنو په کتار کې راشي، باید څه باندې نیم میلیون پونډه شتمنۍ ولري.

هغه وايي حتمي نه ده چې دا کسان تفریحي بېړۍ او ماڼې ولري. که په لندن کې یو شخص یو متوسط کور ولري او پوروړی نه وي، په ۱٪ بډایانو کې راتلای شي.

هغه دا هم وايي چې دده له نظره آکسفام یوازې هغه ارقام غوره کړي چې د ۱٪ بډایانو او نورې نړۍ ترمنځ توپیر په اعظمي توګه ښيي.

انتوني ریوبین وايي ’’له ۲۰۰۰ کال راهیسې تر ۲۰۰۹ پورې د نړۍ د ۱٪ بډایانو شتمنۍ هرکال کمېدله. خو د ۲۰۱۰ راهیسې تر۲۰۱۴ پورې مخ په ډېرېدو وه. آکسفام همدغه وروستي ارقام راخیستي او د هغو پربنسټ يې د راتلونکي اټکل کړی. په دې توګه اقتصادي نابرابري ډېره شدیده ښکاري.’’

بډایان لا شتمن کیږي

آکسفام د نابراۍ د مخنیوي لپاره حکومتونو ته د ۷ مادو یو پلان وړاندې کړی، لکه د شرکتونو له خوا له مالیې نه د تېښتې پرضد جدي ګامونه پورته کول، او د ټولو کارکوونکو لپاره د یومناسب معاش ټاکل.

آکسفام تېر کال د ډیوس په نړیوالې اقتصادي غونډې کې د نویو ارقاموپه څرګندولو سره یو لوی خبر جوړ کړ چې د نړۍ ۸۵ تنه تر ټولو بډایه کسان هغومره شتمنۍ لري لکه چې د نړۍ ۵۰٪ بېوزلي یې لري چې ۳،۵ میلیارده کسان کیږي.

آکسفام وايي اوس دا پرتله نوره هم روښانه شوې، اوس د نړۍ ۸۰ تنه تر ټولو بډایه کسان هغومره شتمنۍ لري لکه ۵۰٪ بېوزلي چې يې لري.

Image caption په داسې حال کې چې د ۱٪ بډایانو لپاره د هر بالغ کس په سر شتمنۍ د ۲،۷ میلیونو ډالرو سره برابره وه.

آکسفام وايي وروستۍ څېړنه ښيي چې نړۍ ۵۲٪ شتمنۍ که څه هم اوس د نړۍ د۱٪ بوډا کسانو په لاس کې نه ده، خو د نړۍ د ۲۰٪ بډایانوپه لاس کې ده.

د آکسفام د موندنې له مخې، د نړۍ پاتې خلک د نړیوالې شتمنۍ ۵،۵٪ برخه په لاس کې لري، چې په ۲۰۱۴ کې په منځنۍ توګه د بالغ کس په سر ۳۸۵۱ ډالره کېده.

په داسې حال کې چې د ۱٪ بډایانو لپاره د هر بالغ کس په سر شتمنۍ د ۲،۷ میلیونو ډالرو سره برابره وه.

دا څېړنه په داسې وخت کې خپره شوې چې انتظار کیږي بارک اوباما به د منځنۍ طبقې له خلکو سره د مرستې لپاره د امریکا پر شتمنو باندې د مالیو د زیاتولو غږ وکړي.

په تېر اکتوبر کې، د ستر بانکي شرکت، ‘سویس کریدت’ په یو ریپوټ کې وویل شول چې دنړۍ تقریباً نیمه شتمنۍ د نړۍ ۱٪ تر ټولو بوډا کسانو په لاس کې ده.

ورته مطالب