واشنگټن د اوکرايين لپاره د روسيې د سولې وړانديز رد کړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي کېري ختيځ اوکرايين کې حالات خطرناک وبلل او له روسيې يې وغوښتل چې د ياغيانو له ملاتړه لاس واخلي

د امريکا متحده ايالتونو د اوکرايين لپاره د روسيې د سولې وروستى وړانديز د نيواک يو پلان بللى دى.

برلين کې تر خبرو وروسته د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والتير ستينمير وويل روسيه او اوکرايين موافقه کړې چې په جگړه کې ښکيلې غاړې دې له نښه شوې کرښې خپلې درنې وسلې شا ته کړي. تېر سپټمبر کې د مينسک د سولې په موافقه کې دغه کرښه ټاکل شوې وه.

خو په ملگرو ملتونو کې د امريکا استازې سمنتا پاور وويل ددې وړانديز موخه هغو پرمختگونو ته مشروعيت ورکول دي چې بيلتون پالو او روسي ځواکونو د سپټمبر راهيسې ختيځ اوکرايين کې کړي دي. تردې وړاندې د امريکا د بهرنيوچارو وزير جان کېري د اوکرايين په ختيځ کې د جگړو پرډېرېدا اندېښنه وښووله.

واشنگټن کې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو له مشرې فيدريکا موغوروني سره په يوه گډ خبري کنفرانس کې د وينا پرمهال ښاغلي کېري ختيځ اوکرايين کې حالات خطرناک وبلل او له روسيې يې وغوښتل چې د ياغيانو له ملاتړه لاس واخلي .

"نن موږ د اوکرایين کړکېچنې وضعې په اړه غور وکړ. موږ بیا هم پرروسیې غږ کوو چې د مينسک د تړون درناوی دې وکړي. ځکه دوی پرې لاسیلک کړی، په دې اړه یې خبره کړي، د منلو ژمنه یې کړې وه. د همدې تړون له مخې موږ کولای شو چې د اوکرایين خپلواکي تضمین کړو، او ثبات رامنځته کړو، چې وضع بهتره شي. موږ پر دواړو غږ کوو چې جګړه بنده کړي." ښاغلي کېرې دارنگه روسيه د ځمکې پر غضب هم تورنه کړه .

د انځور حقوق EPA
Image caption کييف وروسيتو کې ختيځ اوکرايين کې د جگړو د ډېرېدو پړه پر ماسکو اچوي

"دا خبره هم څرګنده ده چې روسیې پر پوله د کنترول لیکه نور ۵۰۰ میله غځولې. یعنی د تړون تر لاسلیک کېدو وروسته هم دوی نوره خاوره لاندې کړې. دا ښکاره قبضه ده" په همدې حال کې د اوکرايين ولسمشر پيترو پوروشينکو وايي روسيه په ختيځ اوکرايين کې ٩٠٠٠ زره عسکر لري چې درنې وسلې يې ملاتړکوي.

نوموړي داووس کې د نړۍ اقتصادې سرمشريزې ته د وينا پرمهال دا خبرې کولې چيرې چې دناټو سرمنشي جان ستول تينبرگ يې هم خبرې تاييد کړي.

"موږ په اوکرايین کې د جګړې د خورېدو په اړه اندېښمن یو. له څو میاشتو راهېسي موږ په ختیځ اوکرایين کې روسي ځواکونه وینو. دا مو هم لیدلي چې روسیې په دې سیمه کې ګڼ شمېر درنې وسلې ځای پر ځای کړي"

کييف وروسيتو کې ختيځ اوکرايين کې د جگړو د ډېرېدو پړه پر ماسکو اچوي او ناټو وايي ماسکو پلوه ياغيانو د نوي کال په درشل کې نوي وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

خو روسيه په دې جړه کې خپله ښکيلتيا ردوي.

ورته مطالب