د اوکراین یاغیانو د اوربند خبرې اترې رد کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption د روسیې ولسمشر وېلادېمیر پوتین د اوکراین پر حکومتي ځواکونو په ولسي سیمو کې د بمباریو تور ولګاوه.

په ختیځ اوکراین کې روسي پلوه او د یاغیانو مهم مشر الیکزنډر زخرچینکو وايي ځواکونه یې په تعرضي حالت کې دي او دی نه غواړي چې له کییف سره د اوربند پر سر خبرې اترې وکړي.

ښاغلي زخرچینکو وویل ځواکونه به یې د جګړې لومړۍ لیکه د دونیڅک سیمې پولو ته ورسوي. د دونیڅک ښار د یاغیانو په کنترول کې دی.

د روسیې ولسمشر وېلادېمیر پوتین د اوکراین پر حکومتي ځواکونو په ولسي سیمو کې د بمباریو تور ولګاوه.

نوموړي وویل کییف په سیمه کې "د مهمو جګړیزو عملیاتو د پیلولو امر کړی".

تر دې وړاندې، ښاغلي زخرچینکو وویل یاغیان "به نور د اوربند د خبرو اترو هېڅ هڅه و نه کړي".

اوکراین، روسیې، فرانسې او جرمني د جګړې د پای ته رسولو غږ کړی دی.

د پنجشنبې پر ورځ د اوکراین حکومتي ځواکونه د دونیڅک هوايي ډګر له مرکزي ترمینل نه په شا شول. دغه هوايي ډګر کې له تېرو څو اوونیو راهیسې سخته جګړه روانه وه.

د اوکراین حکومت وايي چې ځواکونه یې اوس هم د هوايي ډګر د ځینو برخو کنترول په لاس کې لري خو په جګړه کې یې ۶ پوځیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د پراخې کچې جګړه

د اوکراین حکومت او لوېدیځ ایتلافیان یې وايي چې د یاغیانو تر څنګ د روسیې پوځیان هم جګړه کې ښکېل دي او د روسیې له ټانکونو او توپونو کار اخلي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جګړې له کبله څه دپاسه ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او له یو میلیون ډېر خلک بې ځایه شوي دي.

ماسکو بیا ټینګار کوي چې یوازې روسي "رضا کاران" له یاغیانو سره یوځای شوي دي.

ښاغلي زخرچینکو وویل: "موږ به د دونیڅک تر پولو برید وکړو خو که له نورو برخو مې ګواښ ولید نو هغه به هم شنډ کړو".

روسي رسنیو د نوموړي له خولې ویلي: "کییف په دې نه پوهېږي چې موږ په یو وخت کې له دریو خواوو برید کولی شو".

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي په جګړه کې، له هغه راهیسې چې یاغیانو د تېر کال په اپریل میاشت کې د دونیڅک او لوهانسک پراخې سیمې ونیولې، څه دپاسه ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او له یو میلیون ډېر خلک بې ځایه شوي دي.

ورته مطالب