د سعودي نوی پاچا: د هېواد سیاست کې بدلون 'نه' راولم

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاچا سلمان ويلي د هېواد له "اساسي قانونه به هېڅ نه کږېږي"

د سعودي نوي پاچا سلمان بن عبد العزیز د خپل ميرني ورور له مړينې وروسته، واک ته له رسېدو سره سم، په خپل هېواد کې د تګلارو د دوام ژمنه کړې ده.

نوي پاچا سلمان بن عبدالعزیز وویل، د هېواد انرژۍ او بهرني سیاست تګلارې به تعقیب کړي.

پخوانی پاچا عبد الله د جمعې پر ورځ د مازيګر له لمانځه وروسته په يوه ساده قبر کې خاورو ته وسپارل شو.

د جنازې مراسمو ته يې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان، د پاکستان لومړی وزير نواز شريف، د سودان، ايتوپيا، بحرین او قطر مشران هم ورغلي وو.

نوي پاچا د وارثانو او وزیرانو په ټاکنه کې بيړه کړې، چې يو په کې د واکمنې کورنۍ له درېيم نسله دی.

"سمې تګلارې"

په تېلو شتمن دغه هېواد پلاز ته له ختو څو ساعته وروسته، ۷۸ کلن پاچا سلمان هوډ وښود چې د خپل ورور پر تګلارې او پله به پل ږدي.

ده په يوه وینا کې چې په دولتی تلويزيون خپره شوه، وويل "موږ به پر هغو سمو تګلارو درېږو چې سعودي له خپل پيله غوره کړې دي."

د سعودي عرب دولتي ټلويزيون ويلي د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزيز په روغتون کې ومړ.

د جمعې په گهيځ په دغه اعلان کې دا هم وويل شول چې ورور يې سلمان د سعودى پاچا شو.

تر اعلان مخکې، د سعودي ټلويزيون خپلې عادي خپرونې پرې کړې او د قران کريم تلاوت په کې پيل شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption پخوانی پاچا عبد الله د جمعې پر ورځ د مازيګر له لمانځه وروسته په يوه ساده قبر کې خاورو ته وسپارل شو

معمولا د سلطنت د لوړپوړو کسانو د مړېنې پرمهال دغه کار کېږي.

نوموړی چې په ۲۰۰۵ کال کې د پاچاهۍ څوکۍ ته ورسېد په وروستیو کلونو کې یې روغتیايي حالت څو ځلې خراب شوی و.

ويل کېږي پاچا عبدالله ٩٠کلن و.

دى د څو اونيو راهيسې په روغتون کې و او د سږو له مکروبي کېدو کړې ده.

د هغه ځاى ناستى، شهزاده سلمان ٧٩ کلن دى چې وروستيو کې د پاچا له ناروغۍ وروسته يې د پاچاهۍ د چارو مسووليت پر غاړه واخيست.

د هغه ميرنى ورور مقرن د نوي شهزاده په توگه نومول شوى دى.

په داسې حال کې چې منځنی ختیځ له بېسارې ناکرارۍ سره مخ دی، سعودي عربستان کې د واک لېږد ستونزې او منظم انتقال له پخوا نه ډېر اهمیت موندلی دی.

ورته مطالب