جاپان د "برمته کس" د وژل کېدو د ویډیو خپرېدل غندلي

د انځور حقوق AP
Image caption اټکل دی چې د نیول شویو جاپانیانو د خوشي کېدو هڅې نابریالۍ شوې دي.

جاپان وايي هغه ویډیو ازمايي چې په کې ادعا شوې چې اسلامي دولت ډلې ورسره جاپانی برمته هارونا یکاوا وژلی دی.

د جاپان صدراعظم شینزو ابي د کابینې له یوې بیړنې غونډې وروسته خپره شوې ویډیو احمقانه او د نه منلو وبلله.

ښاغلي ابي وویل "موږ به ترهګرۍ ته تسلیم نه شو."

د تېرې سې شنبې په ورځ د اسلامي دولت ډلې جاپان ته ګواښ کړی و چې که په ۷۲ ساعتونو کې ۲۰۰ میلیونه ډالر ورنه کړي نو ښاغلی یکاوا او یو بل جاپانی کینجي ګوټو به ووژني.

Image caption جاپاني چارواکو له اسلامي دولت ډلې نه غوښتنه کړې چې ورسره جاپاني ته زیان ونه رسوي او خوشي یې کړي.

په تازه خپره شوې ویډیو کې ښاغلی ګوټو له داسې تصویر سره ښودل شوی چې ګواکې د یکاوا د مړي تصویر دی او دی د ځان د خلاصیدو لپاره له جاپان نه نوی غوښتنه کوي.

د جاپان د کابینې منشي یوشیدي سوګا وویل "دغه ویډیو چې یو مړ جاپانی په کې ښوول کېږي د تاوتریخوالي یو بوږنونکي او نه هېرېدونکی عمل دی او موږ په کلکه دغه عمل غندو."

دغه راز د کابینې منشي وویل "موږ له اسلامي دولت ډلې نه په جدي توګه غوښتنه کوو چې ورسره پاتې جاپاني کینجي ګوټو ته زیان ونه رسوي او په عاجله توګه یې خوشي کړي."

کینجي خپلواک خبریال دی چې د تحقیقاتي فلمونو جوړولو له کبله مشهور دی.

د رپوټونو له مخې ښاغلی یکاوا سوریې ته تللی و چې دغلته یوه خصوصي پوځي کمپنۍ جوړه کړي.

د سې شنبې د ورځې په خپرې شوې ویډیو کې وسله وال ویلي و "که چېرې توکیو په ۷۲ ساعتونو کې د دغو برمته شویو د ژغورنې لپاره ۲۰۰ میلیون ډالر ورنه کړي، دوی به ووژني."

د انځور حقوق AFP
Image caption د کینجي ګوتو مور له اسلامي دولت نه د خپل زوی خوشي کول غوښتي وو
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کینجي ګوتو یو ازاد خبریال او فلم جوړوونکی و.

دا له هغو پېسو سره برابرې دي چې په دې وروستیو ورځو کې مینځني ختیځ ته د جاپان صدراعظم شینزو ابي د خپل سفر پرمهال هغه له هغو هېوادونو سره د غېرې پوځي مرستې په توګه اعلان کړې وي چې له اسلامي دولت ډلې سره جنګېږي.

ورته مطالب