د اوکراین ماریپول کې توغندي ۳۰ کسان وژلي

Image caption په سیمه کې د پولیسو مشر وايي چې توغندي پر یوه مارکیټ او د استوګنې په سیمه کې لګېدلي دي.

اوکراییني پولیس وايي د ماريپول پر بندري ښار د روسي پلوو یاغیانو د توغندیو په بریدونو کې لږ ترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

په سیمه کې د پولیسو مشر وايي چې توغندي پر یوه مارکیټ او د استوګنې په سیمه کې لګېدلي دي.

د یاغیانو یوه ویاند دا خبره رد کړې چې ګواکې د توغندیو بریدونه د دوی له خوا شوي دي.

ماريپول کې ۵۰۰ زره کسان ژوند کوي او دغه سیمه ستراتیژیک اهمیت لري.

د انځور حقوق ATO

د تېر اګست میاشتې راهیسې په ماریپول کې درنې نښتې شوې دي.

د بي بي سي خبریال وايي که دغه ښار ته یو ځال بیا د جګړې لمن وغځېږي نو ښايي په اوکرایین کې ورسره د دولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ نښتې لا تودې شي.

په اوکرایین کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ په نښتو کې د تېر اپریل میاشتې راهیسې ۵۰۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

روسي پلوو یاغیانو د لوهانڅک او دونڅک پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستي چې له امله یې څه باندې یو میلون وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

په دې وروستیو کې پولنډ نيژدي ۲۰۰ اوکرایینیان چې له خټې پولنډیان وو د اوکرایین په ختیځ کې له کړکېچنې سیمې وایستل.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه خلک له کړکېچنې سیمې دونڅک نه د پولنډ خارکیف سیمې ته لېږدول شوي دي.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق EPA

د پولنډ له پلازمېنې وارسا نه د بي بي سي خبریال اډم ایسټن په خپل رپوټ کې وايي نیژدي ۲۰۰ اوکرایینیانو چې د کورنیو ریښې یې په پولنډ کې وې د پولنډ په وړاندیز خپل کورونه او د کورنۍ ځیني غړي ترشاه پرېښودل او پولنډ ته کډه شول.

په همدې حال کې د روسي پلوه یاغیانو مهم مشر الکساندر زکراچینکو د جمعې په ورځ وویل ځواکونه یې د تیارسئ په حال کې دي او نه غواړي چې له کییف سره د اوربند په اړه خبرې وکړي.

خو د تېر سپتمبر په میاشت کې په منسک کې پر یوه اوربند هوکړه وشوه چې هېڅ کله په بشپړه توګه عملي نه شوه.

ورته مطالب