امریکا د جاپاني تبعه پر وژنه خواشیني څرګنده کړې

Image caption ښاغلي اوباما ویلي امریکا له جاپان سره "اوږه په اوږه" ولاړه ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې سره تیلیفوني اړیکه نیولې او هغه ته یې د اسلامي دولت نومې اورپکې ډلې له خوا په ظاهره د یو جاپاني تبعه د وژلو له کبله خپل تسلیت وړاندې کړی دی.

ښاغلي اوباما ویلي امریکا له جاپان سره "اوږه په اوږه" ولاړه ده.

ښاغلي ابې وویل دې مني چې د اسلامي دولت اورپکې ډلې له خوا د هرونا یوکاوا د وژنې ویډیو ښايي واقعي وي.

د جاپان لومړي وزیر د کینجي ګوتو په نامه د یوه بل جاپاني چې په ویډیو کې ښودل شوی، د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د سې شنبې پر ورځ اسلامي دولت اورپکې ډلې ویلي وو که جاپان ورته په ۷۲ ساعتونو کې ۲۰۰ میلیون ډالره ور نه کړي نو دوی به دغه دوه سړي ووژني.

"ټکان ورکونکی"

سپینې ماڼۍ ویلي ښاغلي اوباما ښاغلي ابې ته "د اسلامي دولت اورپکې ډلې له خوا د هرونا یوکاوا په نامه د یوه جاپاني تبعه د وژل کېدو له کبله خپل تسلیت وړاندې کولو او د جاپان له خلکو سره د یووالي پیغام ورکولو" لپاره زنګ وهلی و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جاپان لومړي وزیر د کینجي ګوتو په نامه د یوه بل جاپاني چې په ویډیو کې ښودل شوی، د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

سپینې ماڼۍ دغه راز ویلي: "ښاغلي اوباما په منځني ختیځ کې د بشري مرستو په برخه کې د جاپان د پام وړ ونډې او همکارۍ له کبله هم قدرداني کړې".

ښاغلي ابې دغه ظاهره وژنه غندلې او جاپاني تلویزون ته یې په وینا کې ویلي: "د ترهګرۍ دغه راز عمل ټکان ورکونکی او د بښلو وړ نه دی".

په ټوکیو کې د بي بي سي خبریال روپرټ وینګفیلډ وايي په جاپان کې د اسلامي دولت اورپکې ډلې د دغه عمل له کبله وېره او خپګان لیدل کېږي خو حیرانتیا کمه ده او د هرونا یوکاوا سره د خواخوږۍ احساس هم کم دی.

دا د پام وړ خبره ده چې د ښاغلي یوکاوا پلار د خپل زوی د وژل کېدو له اعلان وروسته په خپله لومړۍ مرکه کې ویلي چې دی د خپل زوی د نیول کېدو له امله جاپان کې د پیدا شوې "نارامۍ" بښنه غواړي.

هغه و نه غوښتل چې څېره یې پر کامرې وښودل شي.

د جمعې پر ورځ، د کینجي ګوتو مور هم د خپل زوی د نیول کېدو له کبله ورته بښنه وغوښته.

ورته مطالب