بوکوحرام د نایجریا پر مهم ښار میدوګوري برید کړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د شنبې پر ورځ د نایجریا ولسمشر ګوډلک جانتن دغه ښار ته سفر کړی و.

راپورونه وايي د بوکوحرام اورپکې ډلې جنګیالیو د نایجریا په شمال ختیځ کې پر مهم ښار میدوګوري برید کړی دی.

ویل کېږي د ښار په څنډو کې سخته جګړه روانه ده او اورپکي هڅه کوي ښار ته ننوځي.

د نایجریا پوځ پر اورپکو هوايي بریدونه کوي او په سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی دی.

میدګوروي کې هغه لسګونه زره خلک ځای پر ځای شوي چې د بوکوحرام د بریدونو له کبله د خپلو کورونو پرېښودولو ته اړ شوي وو.

د شنبې پر ورځ د نایجریا ولسمشر ګوډلک جانتن دغه ښار ته سفر کړی و.

بوکوحرام، چې په حوسا ژبه د (لوېدیځ تعلیم حرام دی) معنا لري، په ۲۰۰۹ کال کې د یوه اسلامي دولت جوړولو په موخه نظامي عملیات پیل کړل.

تر اوسه زرګونه کسان وژل شوي، ډېری یې د نایجریا په شمال ختیځ سیمو کې.

"موږ ته دعا وکړئ"

د بورنو ایالت مرکز میدوګوري ښار اوسېدونکي وايي دوی درنو چاودونو او ډزو له خوبه راویخ کړل.

امنيتي ځواکونو سړکونه او سوداګریز مرکزونه تړلي دي.

په ظاهره جګړه د ښار په څنډه کې د جېمتېلو په سیمه کې پیل شوې ده.

د سیمې یوه ځايي اوسېدونکي راشېل ادامو د رویټرز خبري اژانس ته وویل: "لطفا موږ ته دعا وکړئ، موږ په خطر کې یو او اوس را باندې سخت برید شوی".

په ابوجا کې د بي بي سي خبریال کریس اېوکور وايي پوځ پر اورپکو هم مهاله هوايي او ځمکني بریدونه کوي.

میدوګوري ښار د بوکوحرام اورپکې ډلې لپاره ډېر مهم دی او دوی تېر ځل د ۲۰۱۳ کال په دسمبر میاشت کې د دغه ښار د نیولو هڅه کړې وه.

بوکوحرام:

  • په ۲۰۰۲ کال کې رامنځ ته شو، پیل کې یې د لوېدیځ تعلیم مخالفت کاوه.
  • په ۲۰۰۹ کال کې یې د اسلامي دولت جوړولو په موخه نظامي عملیات پیل کړل.
  • زرګونه کسان وژل شوي، ډېری یې د نایجریا په شمال ختیځ کې، په پلازمېنه ابوجا کې یې د پولیسو او د ملګرو ملتونو پر مرکزونو هم بریدونه کړي دي.
  • د ښوونځي لږترلږه ۲۰۰ نجونو په ګډون یې سلګونه کسان تښتولي.
  • د شمال ختیځ نایجریا ګڼ ښارګوټي یې تر ولکې لاندې دي.
  • د کامیرون پر هېواد یې هم بریدونه کړي.

ورته مطالب