د يونان سريزا ګوند ګډ حکومت

د انځور حقوق AP
Image caption د يکشنبې ورځې ټاکنو وروسته سريزا ګوند ۱۴۹ څوکۍ وګټلې

د يکشنبې ټاکنو له ګټلو وروسته سريزا ګوند له خپلواک نوماندو سره د ګډ ايتلافي حکومت جوړلو وړانديز کړی دی.

د سريزا ګوند مشر اليکسيس ټيسپرس وايي د ټاکنو له ګټلو وروسته به د يونان پنځه کلن اقتصادي کړکېچ له منځه يوسي.

د يکشنبې ورځې ټاکنو له نژدي ټولو رايو شمېرلو وروسته سريزا ګوند له ټولو ۳۰۰ نه ۱۴۹ ګټلې دي.

ويل کېږي د سريزا ګوند له لوري ټاکنو ګټلو وروسته يورو زون کې د يونان د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته شوې دي .

د يونان د روغتيا وزير ماکس وريدس د خپل ګوند (نوې ډيموکراسۍ) ماته منلې ده. دی وايي "موږ ټاکنې وبايللې".

يورو په تېرو ۱۱ کلونو کې د ډالر پر وړاندې تر ټولو ډېره ټيټه شوې ده. همدارنګه د اتن د ونډو مارکېټ ۵ سلنه ښکته شوی و.

له ۲۰۰۸ کال راهيسې د يونان اقتصاد ډېر خراب شوی او د کار کمښت يونان بېوزلۍ ته رسولی دی.

ويل کېږي د يونان ټاکنې به د يورو زون د اقتصاد ۱۹ وزيرانو پر وړاندې يوه لويه لانجه او د بحث وړ موضوع وي.

د جرمني د بړنډز بانک مشر جېنز وېډمن وايي "د يونان نوی حکومت بايد داسې ژمنې ونه کړي چې بيا يې نه شي پوره کولی"

د انځور حقوق EPA

ده زياته کړه په دې وخت کې به يونان ته نور پور ورکوي چې د تېر حکومت کړې ژمنې پر ځای کړي.

د فرانسې ولسمشر د يونان ګټونکي ګوند اليکس تسيپراس ته د ټاکننو مبارکي ورکړه او زياته يې کړې يې ده، غواړي له يونان سره يو ځای کار وکړي"

د انګلستان د ماليې وزير جورج اسبورن بي بي سي ته ويلي "د سيريزا له خوا کړې ژمنو پوره کول د يورو زون په اوسني حالت کې ډېرې ګرانې دي"

د يکشنبې پر ورځ ښاغلي تسپراس خپلو پلويانو ته وويل "يونانيانو تاريخ وليکه" ده زياته کړه يونان خپل تېر شاته پرېږدي"

په اټاليا کې د يورو زون وزير سنډرو ګوزي وويل " دغه ټاکنې کېدای شي د يونان د اقتصاد اوسنۍ بڼه بدله کړي او دا چانس ورکړي چې بې روزګاري ختمه کړي"

د بي بي سي کرېسس مورېس وايي اليکسېس غواړي د يونان له اروپايي ملګرو سره خبري وکړي.

خو دا پوښتنه راپورته کېږي چې اروپايي ټولنه به له ده سره څومره جوړجاړی وکړي.

ورته مطالب