کراچۍ کې د پوليو پر ټيم بريد کې يو پوليس وژل شوی

د انځور حقوق bbc
Image caption ويل کېږي افغانستان او پاکستان له هغو هېوادونو دي چې لا تراوسه پکې د پوليو ويروس پاتې دی

د کراچۍ پوليس وايي، وسله والو د پوليو واکسين ډلې پر ساتندويانو بريد کړی چې يو پوليس په کې وژل شوی دی.

د پوليسو يو مشر چوهدري اسد د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې پر موټر سايکل سپرو وسله والو د پاپوش سيمه کې د پوليو پر ساتندويانو بريد کړی او په تېښه بريالي شوي دي.

ويل کېږي له دې پېښې سره سره په سيمه کې د پوليو واکسينولو چارې روانې دي.

له دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۹ د کراچۍ په اورنګي سيمه کې د پوليو واکسين پر مهال يو امنيتی ساتوونکي ټپي شوی و.

مخکې هم د کراچۍ په ګډون د پاکستان نورو برخو کې د پوليو واکسينو پر کارکوونکو او ساتونکو بريدونه شوي وو چې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

افغانستان، پاکستان او نايجريا له هغو دريو هېوادونو دي چې تراوسه په کې د پوليو ويروس پاتې دی.

پاکستان کې د پوليو ناروغانو شمېر زيات شوی دی.

ويل کېږي په ۲۰۱۴ کال کې دغه شمېر ۳۰۳ ته رسېده.

۲۰۱۴ کال کې د روغتيا نړيوالې ادارې له پاکستان وتونکو خلکو ته د واکسين ورکول لازمي کړی وو.

ورته مطالب