د نړۍ یوه سلنه شتمن خلک چېرې اوسي؟

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption یوازې درې زره شپږ سووه پنځوس ډالره په کار دي، چې د نړۍ په پنځوس سلنه شتمنو کې وشمېرل شئ

تېره اونۍ د خیریه موسسې اکسفام هغه رپوټ ډېر غبرګونونه درلودل، چې وايي راتلونکی کال به د نړۍ له یوه سلنه شتمنو سره د پاتې نهه نوې سلنه خلکو پر تله ډېره شتمنې زېرمه شي.

دغه رپوټ د کرېډټ سویز نومي بانک د څېړنې پر بنسټ جوړ شوی و، چې پکې ۲۰۱۴ کې د نړۍ د ټول نفوس شته ۲۶۳۰ ټریلیون ډالر اټکل شوي دي.

خو البته دا پانګه ده، عاید نه دی، چې کچه یې د جایداونو له ارزښت نه د پور له لرې کولو وروسته ټاکل کېږي.

دا خو ټولو ته معلومه ده، چې بل ګېټس، وارن بفټ او مارک زکربرګ په څېر کسان د همدې یوه سلنه کسانو له ډلې دي، خو پوښتنه داده، چې په دغه ډله کې نور کوم کسان شامل دي.

د کرېډټ سوییز په رپوټ کې ویل شوي، چې نړۍ کې همدا اوس داسې ۴۷ میلیونه کسان شته، چې د شتمنۍ کچه یې اووه لکه اته نوې زره ډالرو ته رسیږي او یا هم له دې ډېره ده.

دغه ډله کې د بډایه هېوادونو داسې کسان شامل دي، چې ځان شتمن نه بولي، خو د یوه کور څښتنان دي او یا یې هم د کور لپاره اخیستی پور تر ډېره حده لنډ کړی دی.

رپوټ ښيي، چې د دغه ډول کسانو ډېری یې د امریکا متحدو ایالتونو اوسېدونکي دي، چې شمېر یې ۱۸ میلیونو کسانو ته رسیږي او دویم مقام کې جاپان دی، چې ۴ میلیونه اوسېدونکي یې د نړۍ په شتمنو کې شمېرل کېږي.

نوملړ کې دریم ځای فرانسې نیولی، چې درې نیم میلیونه کسان یې شتمن بلل کېږي، برتانیا له ۲۹ لکو، جرمني له ۲۸ لکو او ایټالیا له ۲۳ لکو کسانو سره په ترتیب سره څلورم، پنځم او شپږم ځای لري.

د جرمني اقتصاد په اروپا کې تر ټولو لوی هغه بلل کېږي، خو د سوییز کرېډټ د رپوټ له مخې هلته د شتمنو لږ شمېر سبب په هغه هېواد کې د لږ کسانو کور درلودل دي.

اسټرالیا له ۱۸ لکو کسانو سره په دغه نوملړ کې اووم ځای لري، خو چین او کاناډا داسې ۱۶ لکه اوسېدونکي لري، چې د نړۍ په یوه سلنه شتمنو کې شمېرل کېږي.

سویټزرلنډ دغه نوملړ کې لسم ځای لري، خو د نفوس پرتله د دغه هېواد تر ټولو ډېر وګړي د شتمنو کسانو په ډله کې شامل دي.

له ټولټال ۸۰ لکه نفوس نه د دغه هېواد له هرو لسو کسانو نه یو یې د نژدې اته لکو ډالرو ښتمنۍ څښتن دی. د رپوټ له مخې پاتې ۷۷ لکه کسان د نړۍ په نورو اته ویشتو هېوادونو کې ژوند کوي.

خو د سویس کرېډټ دغه رپوټ بشپړ تصویر نه ښيي. دغه رپوټ کې د ګرانۍ کچې ته پام نه دی شوی.

د بېلګې په توګه که تاسې د لندن په مرکزي برخه کې د پنځه لکه پاونډو بدل کې د یوې کوټې درلودونکی کور رانیسئ، نو کولای شئ په همدې پېسو د نړۍ یوه بله برخه کې خورا شاندار کور رانیسئ.

بله دا چې په نوملړ کې عاید ته پام نه دی شوی، چې له کبله یې د اروپا هغه کسان شتمن نه دي بلل شوي، چې ډېره تنخوا اخلي، خو یا لوی پورونه لنډوي او یا خپل شته د ژوند معیار په ښه کولو لګوي او جایدادونه نه جوړوي.

که د نړۍ په یوه سلنه شتمنو کې د شمول لپاره ډېرې شتمنۍ ته اړتیا نه شته، نو بل لور ته د لس سلنه شتمنو کتار کې د شامېلېدو لپاره باید یوازې د ۷۷ زره ډالرو شته ولرئ.

کله چې خبره د نړۍ په ۵۰ سلنه شتمنو کې د ګډون راځي، بیا نو یوازې درې زره شپږ سووه پنځوس ډالره په کار دي.

۔