د ۲۰۱۴ کال تر ټولو ناوړه پټنومونه 'پاسورډونه'

Image caption تر پاسنیو پاسورډونو وروسته baseball، dragon، او football توري ډېر د پاسورډ لپاره غوره شوي.‌

د (سپلاش ډېټا) په نامه د معلوماتو د خوندیتابه یوه امریکايي شرکت د ځینو هغو تورو لیست خپور کړی،‌ چې په تېر ۲۰۱۴ کال کې تر ټولو ډېر د پټ نوم (پاسورډ) لپاره کارول شوي دي.

دغه شرکت وايي، په ګرده نړۍ کې ۲۵ توري تر ټولو ډېر د پاسورډ لپاره کارول شوي دي.

دغه توري له هغو څه باندې درو میلیونو غلا شویو پاسورډونو څخه معلوم کړل شوي، چې تېر کال انټرنېټي غلو ګوتو ته کړي وو.

سرچینه وايي، تر ټولو ډېر ۱۲۳۴۵۶ شمېرې د پاسورډ لپاره کارول شوې،‌ چې دې کار په روان ۲۰۱۵ کال کې هم دوام کړی.‌ په دویم نمبر کې password توری ډېر کارول شوی،‌ خو درېیم مقام کې بیا له ۱۲۳۴۵ شمېرو نه ډېره ګټه اخیستل شوې ده‌ چې دا شمېرې آن له ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاسورډ ‌لپاره کارول کېږي.

په څلورم نمبر کې ۱۲۳۴۵۶۷۸ ډېره کارول شوې، خو پنځم مقام بیا qwerty تورو خپل کړی، چې په لیکدړه (کیبورډ) کې پرله پسې ځای لري، د لیست شپږم ځای ۱۲۳۴۵۶۷۸۹ شمېرو خپل کړی، خو په اوم نمبر کې بیا ۱۲۳۴ راغلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty
Image caption دغه شرکت د شخصي پاسورډ لپاره کاروونکو ته سپارښتنه کوي،‌ چې پاسني توري باید د پاسورډ لپاره ونه کارول شي، ځکه چې انټرنېټي غله په اسانۍ سره دغه افشا شوي پاسورډونه هک کولی شي.

تر پاسنیو پاسورډونو وروسته baseball، dragon، او football توري ډېر د پاسورډ لپاره غوره شوي.‌

دغه شرکت د شخصي پاسورډ لپاره کاروونکو ته سپارښتنه کوي،‌ چې پاسني توري باید د پاسورډ لپاره ونه کارول شي، ځکه چې انټرنېټي غله په اسانۍ سره دغه افشا شوي پاسورډونه هک کولی شي.