د سي آی اې مخکینی مامور د اسرارو په افشا کولو تورن شوی

Image caption جیمز ریزن ځکه شهادت ته نه دی حاضر کړی شوی، چې وايي که آن بندي هم شي، خپله سرچینه نه افشا کوي.

د امریکا مرکزي استخباراتو (سي آی اې) یو مخکینی مامور د ایران ضد معلوماتو په افشا کولو تورن شوی.

پر جیفري سټیرلینګ تور دی چې ګني دغه معلومات یې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ورکړي دي.

خو نوموړی دا تورونه ردوي.‌په ویرجینیا ایالت کې یوې محکمې موندلې ده چې ګني پر سټیرلینګ نهه واړه تورونه حقیقت لري او دی پکې ګناهګار دی.

‌د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه خبریال جیمز ریزن ته دغه پټ اسرار ورکړل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې کونډولیزا رایس دا تر ټولو ډېر محرم پټ ‌اسناد ګڼل شوي دي.

خو په رسمي توګه ریزن نه ده منلې، ده ویلي که آن بندي هم شي، خپله سرچینه به افشا نه کړي.

د ایران د اتومي فعالیتونو په اړه د امریکا شنډوونکی پلان ایران ته په غلطه رسېدلی و.‌

ریزن پخپل یوه کتاب (د جګړې حالت) کې دغه پلان نابریالی بللی ځکه چې ایران ته یې د اتومي انرژۍ په برخه کې د لا ډېرې هوښیارۍ پاس ورکړی دی.

ځینو سرچینو ویلي، ددغه تورن مامور او خبریال ترمنځ معلومات د تیلیفون او برېښنالیکونو له لارې تبادله شوي.‌

د سټیرلینګ په حق کې به وروستۍ پرېکړه په راتلونکې اپریل میاشت کې وشي.