'له اروپا نه عراق او سوریې ته ۵۵۰ 'جهادي ‌ښځې' تللې'

د انځور حقوق .
Image caption رپوټ وايي، د اسلامي دولت جنګیالیو تر وژل کېدو رووسته د هغوی کونډې غواړي په جګړه کې برخه واخلي

د بریتانیا یوه څېړنیز رپوټ موندلې ده، چې له لوېدیځې اروپا نه عراق او سوریې ته شاوخوا ۵۵۰ جهادي ښځې تللې دي.

رپوټ وايي، دغه ښځې هلته د ''اسلامي دولت'' په څېر له سخت دریځو ډلو سره یوځای شوې دي.

دغه تازه شمېرې د (انسټېټوت فار سټریټیژیک ډایلاګ)‌ له خوا په یوه تازه رپوټ کې خپرې شوې دي.

راپور وايي، په لوېدیځ کې د اسلامي دولت په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي، خو دا لومړی ځل دی چې له اسلامي او جهادي ډلو سره له اروپا د یوځای کېدونکو ښځو شمېر پکې روښانه کېږي.

په راپور کې ویل شوي، تر ډېره اروپا کې سخت دریځې ښځې د سوشل مېډیا له لارې او د جهادي ډلو پر ټولنیزو شبکو له فعالیتونو اغېزمنې شوې دي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې په دومره ډېر شمېر اروپا مېشتې مېرمنې له سخت دریځو ډلو سره یوځای کېدو ته زړه ښه کوي او خپل ژوند او هرڅه پرېږدي.

په راپور کې دوه لوی لاملونه په ګوته شوي، یو دا چې دغه مېرمنې پخپلې خوښې دا غوراوی کړی چې له اسلامي ډلو سره یوځای شي، او بل دا چې غوښتل یې له جهادي غړو سره ودونه وکړي.

د آی اېس ډي د راپور له مخې، دغه مېرمنې پر دې نه پوهېږي، چې هلته له اسلامپالو سره په یوځای کېدو کې له څومره ستونزو سره مخامخ کېږي، چې آن ځینې وخت یې په مرګ هم تمامېږي.

په راپور کې راغلي، دا چې دغه مېرمنې هلته ولاړې شي، بېرته یې د ستنېدو فرصت نه وي.

راپور دا هم وايي، که چېرې دوی بېرته بریتانیا یا هغو اروپايي هېوادونو ته ستنې شي، چې ترې وتلې دي، پخپلو هېوادونو کې هم له لویو ستونزو سره مخامخېدای شي.

''تورې کونډې''

د راپور چمتو کوونکي پر دې اند دي، د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت پروړاندې د جوړ شوي ایتلاف بمباریو کې زیاتره جنګیالي وژل شوي، چې ددوی نکاح کړې ښځې په (تورو کونډو) نومېدلې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption په تېره لسیزه کې له بریتانیا د ترۍ تم شوې یسرا حسین په اړه پولیسو ویلي وو، چې هغه سوریې ته تللې ده

راپور وايي، که څه هم دغه ښځې په جګړه کې مخامخ برخه نه اخلي، خو دوی لېواله دي چې په جګړو کې هم د اسلامي دولت له جنګیالیو سره اوږه په اوږه وجنګېږي.

د راپور د موندنو پر اساس،‌ له اروپا تللې ښځې د اسلامي دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې له پاموړ روغتیايي خدمتونو هم برخمنې نه دي او ډېر کله له لویو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږي.

وړاندې،‌ د اروپايي ټولنې د پولیسو بنسټ (یوروپول) مشر رابر وینزایټ ویلي وو، د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو نژدې ۵۰۰۰ وګړي د سخت دریځو له لیکو سره یوځای شوي دي.

ورته مطالب