کاسترو کیوبا ته د ګوانتانامو بېرته ورسپارل غواړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۱۹۰۳ کال کې د کیوبا د هغه مهال مشرانو ګوانتانامو بې په ګرو ورکړې وه.

د کیوبا ولسمشر له امریکا غوښتي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو عادي کېدو مخکې د ګوانتانامو بې پوځي اډه بېرته وروسپاري.

د کیوبا ولسمشر راوول کاسترو کاسټاریکا کې د لاطیني امریکا هېوادونو غونډې کې دغه غوښتنه کړې.

نوموړي دغه راز له امریکا غوښتي، چې امریکا پر دغه هېواد لګېدلي بندیزونه لرې کړي او نوم یې د ترهګرو هېوادونو له نوملړه لرې کړي.

تېرو دوو کلونو مودې کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي تر یوې کچې ښه شوي دي.

دواړو هېوادونو دیپلوماتیک اړیکي له سره رغاولي، چې ۱۹۶۱ کې پای ته رسېدلي و.

د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو تېره اونۍ له یوه بل سره لیدلي دي.

د امریکايي کانګریس یو پلاوی هوانا ته تللی، چې د دواړو هېوادونو پلازمېنو کې به د یوه بل سفارتونو پرانیستلو په باب خبرې وکړي.

راوول کاسترو وايي د دیپلوماتیکو اړیکو پیل به د خپلمنځي اړیکو بیا رغاونې پیلامه وي.

' خو دا تر هاغه مهاله ممکنه نه ده، چې له موږ نه بندیزونه لرې نه شي او تر هغې چې ګوانتانامو بې پوځي اډې په غیر قانوني توګه زموږ ځمکه نیولې وي.'

۱۹۰۳ کال کې د کیوبا د هغه مهال مشرانو ګوانتانامو بې امریکا ته په ګرو ورکړې وه.

امریکا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته د کیوبا پخواني ولسمشر فېډل کاسترو د اړیکو عادي کولو خبره کړې.

د کیوبا دولتي ورځپاڼې د کاسترو یو لیک خپور کړی، چې نوموړي پکې ویلي:

'موږ د سیاسي مخالفانو په شمول د ټولې نړۍ له خلکو سره د دوستۍ او همکاري دفاع کړې.'

کاسترو په خپل لیک کې وايي، که څه هم د امریکا پر پالیسیو باور نه کوي، خو وايي معانا یې دا هم نه ده، چې دوی د شخړو سوله ییز حل نه غواړي.