د پاکستان کراچۍ ښار د اعتصاب له کبله تړلې دی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کراچۍ نژدې ټول مارکیټونه تړلي دي

د پاکستان کراچۍ ښار کې د ایم کیو ایم ګوند په غوښتنه د اعتصاب له کبله د ژوند چارې نژدې په ټپه ولاړې دي.

ایم کیو ایم د خپل یوه غړي سهیل احمد وژل کېدو غبرګون کې دغه اعتصاب کړی.

د دغه ګوند یوه مشر قمر منصور په وینا وژل شوی کارکونکی د دسمبر په ۱۵ مه نېټه نیول شوی و، چې دوې ورځې مخکې یې مړی په موچکو سیمه کې موندل شوی دی.

کراچۍ نه ریاض سهیل په خپل رپوټ کې کاږي، چې د ښار نژدې ټول مارکیټونه، ښوونځي تړلي دي او پر سړکونو د ګاډو تګ راتګ نه معلومیږي.

دې سره په ښار کې شته پترول او سي این جي ټانکونه هم تړلي دي، چې وايي له کبله یې د شخصي ګاډو څښتنان هم له ستونزو سره مخامخ دي.

که څه د پوهنې ایالتي وزیر نثار کهوړو ویلي چې د اعتصاب پر مهال به دولتي تعلیمي ادارې پرانیستې وي، خو ویل کېږي، چې دغو ادارو کې هم حاضري په نشت حساب ده.

د اعتصاب له کبله د کراچۍ پوهنتون امتحانونه هم ځنډول شوي دي.

دغو ښارونو کې هم وايي، دکانونه، پترول اسټېشنونه تړلي دي او پر سړکونو ډېر لږ ګاډي لیدل کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د وژل شوي سیاسي فعال د مړینې په اړه د تحقیقاتو امر کړی.

د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې د کورنیو چارو فدرالي وزیر چودري نثار علي خان امنیتي چارواکو ته ویلي، چې باید د دغې وژنې په اړه د څېړنو امر کړی او له ایم کیو ایم ګوند سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

نوموړي ویلي له قانوني چوکاټه بهر چارې د زغملو نه دي.

کراچۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د چاڼیزو عملیاتو له پیله راهیسې ایم کیو ایم پرلپسې تورونه پورې کړي، چې کارکونکي یې له محاکمې پرته وژل کېږي.

دغه ګوند وايي، باید یو عدلي کمېسیون جوړ شي، چې د دوی د پلویانو وژنو په اړه څېړنه وکړي.

۔