بشرپالي دین ته د سپکاوي ضد قوانینو لغوه کول غواړي

Image caption ځينې هېوادونه وايي دين ته د سپکاوي ضد قوانين هغو نظرونو او افکارو ته درناوي لپاره مهم دي چې په ټولنه کې ژورې ريښې لري.

په ٢٠١٢م کال کې د خپاره شوي يوه رپوټ پر بنسټ د نړۍ څلورمه برخه هېوادونه په يوه بڼه دين ته د سپکاوي ضد قانون لري.

خو اوس د بشرپالو ټولنو يوې ټلوالې د دغه راز قوانينو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د بشرپالو او اخلاقي اصولو نړېواله ټولنه وايي دا قوانين د وينا خپلواکي محدودوي.

کمپاين کونکي استدلال کوي چې په فرانسه کې د چارلي هېبدو مجلې پر دفتر له بريد وروسته د دې مهال را رسېدلى چې د مذهبي حساسيتونو د ملاتړ قوانين لېرې کړل شي.

دوی وايي په نړۍ کې داسې ډېرې بېلگې شته چې خلک دين او مذهب ته د سپکاوي په نامه وژل شوي، او دغه ډول قوانين هغو وگړو ته ناسم مشروعيت ورکوي چې دغه راز وژنې کوي.

کمپاين کوونکي دا استدلال هم کوي چې دغه قوانين ځينې مهال سياسي موخو لپاره کارېږي.

خو ملاتړو لپاره يې بيا دا د مذهبي حساسيتونو او د لږکيو د دفاع مهمه لاره ده.

ځينې اروپايي هېوادونو هم په يوه ډول د دين ضد حساسيتونو د راپارولو له پاره سزاگاڼې ټاکلي دي.

ډنمارک هم ورته يو قانون لري، خو له ١٩٣٨م کال وروسته چې د نازيانو يوه ډله د يهوديت ضد تبليغاتو په جرم پړه وپېژندل شوه، بيا نه دى پلى شوى.

په برما کې هم په تېر دسمبر کې درې تنه بودايي دين ته په سپکاوي تورن شول.

په مالتا کې په ٢٠١٢م کال کې ٩٩ کسان دين ته په سپکاوي پړه بلل شوي، او په ٢٠١٤م کال کې د روسيې د پارلمان استازو هم مذهبي احساساتو ته د سپکاوي ضد يوه قانون په پلوي رايه ورکړه.

نو دې ته په پام سره آيا دين ته د سپکاوي ضد قوانينو لغوه کول آسانه چاره ده؟

د بشرپالو او اخلاقي اصولو د ټولنې وياند باب چرچل وايي:

"د پاکستان په څېر هغو هېوادونو کې چې دين ته د سپکاوي ضد قوانينو پرې خورا سخت اغېز کړى، ډېر داسې خلک دي چې د بدلون غوښتنه کوي.

څرگنده ده چې د دغه راز قوانينو لغوه کول يوه ناشونې موخه برېښي. دا داسې يوه ننگونه برېښي چې گڼ نسلونه ورسره مخ دي. خو نړۍ په بدلېدو ده او د بشري حقونو نظر د څو لسيزو په اوږدو کې خپور شوى."

ځينې هېوادونه وايي دين ته د سپکاوي ضد قوانين هغو نظرونو او افکارو ته درناوي لپاره مهم دي چې په ټولنه کې ژورې ريښې لري، او دوى يې د لا پراخولو غوښتنه کوي.

د بېلگې په توگه سعودي عربستان ويلي چې دا موضوع به يو ځل بيا د بحث لپاره ملگرو ملتونو ته وړاندې کوي.

ورته مطالب