د سوېلي سوډان ماشومان ټوپک په کتابونو بدلوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سوډان په جنوب کې تقریبا ۳۰۰ ماشوم یاغي عسکر له یونیفورم او ټوپکو سره په ویاړ ناست دي او د خپل قومندان وینا اوري.

هلته دهیجان یو احساس موجود دی ځکه چې دوی به ډیر ژر خوشې شي او د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې به وي.

۱۱ کلن سیلوا چې تر ټولو کشر دی وايی: ’’ د تېر کال د اوړي راهیسې مې خپل پلار او مور نه دي لیدلي’’. د کلونو کلونو جګړو نه وروسته د خوندیتوب په خاطر په دې رسمي مراسمو کې د دې ټولو ماشومانو هویتونه پټ ساتل کېږي نو ځکه سیلوا د دې ماشوم اصلي نوم نه دی.

هغه وايی: ’’ د جګړو په وخت کې مې ډېرخلک لیدلي چې وژل شوي دي’’.

’’زه غواړم ښونځي ته لاړ شم او زده کړه وکړم. نور نه غواړم جنګ وکړم. ډېر وېرېدلی وم’’.

سیلوا وايی: ’’یو کلاشنیکوف ټوپک راسره و، ډېردروند و. ما د خپلې کورنۍ او کلي د ساتنې لپاره جنګ کوه.’’

د جګړې وروستۍ نارې

د دې مراسمو مشر، برید جنرال خالد بوتروس بورا د جنوبي سوډان د دېموکراتیک پوځ د کوبرا د ډلې یو قومندان دی.

دا د جونګلي ایالت د پیبور د سیمې یوه پیاوړې ملېشه ده چې څه باندې درې کاله کېږي د حکومت سره په جګړه بوخته ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جنوبي سوډان د کوبرا ډله د جونګلي په ایالت کې یوه پیاوړې ملېشه وه
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جونګلي ایالت د پیبور سیمې ناکراریو په ترڅ کې پر څارویو باندې د بریدونو په لړ کې ډېر کلي وسوځول شول

په ۲۰۱۱ کې د سوډان د مرکزي حکومت څخه د جنوبي سوډان د خپلواکۍ راهیسې دا د دغې نوي هېواد د ګڼو نښتو څخه یوه ده.

خو اوس په پیبور کې سوله او آرامي ده، د هغوی مشر ډیویډ یاو یاو اوس د سولې یو تړون لاسلیک کړی دی.

هغه وايي چې د خپلې مورلي نژادي ډلې او حکومت لپاره د نورو زیاتو حقونو د تر لاسه کولو په خاطر ېې وسله اخیستې وه.

مخکې له دې چې دا ماشومان عسکر د ګوموروک په کلي کې د ملګرو ملتونو له خوا په یوې ځانګړې ودانۍ کې خوشې شي د ’’ یاو یاو’’ په چیغو سره ېې د خپل مشر نوم یادوه او په دې توګه ېې د جګړې وروستۍ نارې وهلې.

سیلوا اوس د خپل لنډ ژوند په ترڅ کې لومړی ځل د خپل راتلونکې لپاره هیلې لري.

هغه وايی: ’’غواړم ښونځي ته لاړ شم او زده کړه وکړم. نور نه غواړم جنګ وکړم. زه وېرېدلی وم.’’

وژل شوې خویندې

د سیلوا ترڅنګ ۱۲ کلن ابراهام ناست دی (دا ېې اصلي نوم نه دی.) هغه به ماشوم وي خو د جګړې د یو برخه وال په توګه ېې دروند بار په اوږو دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډیویډ یاو یاو د یاغیانو یو مشر و چې مخالفین ېې ور څخه وېرېدل. اوس ېې له حکومت سره سوله کړې ده.

آبراهام وايي: ’’زه د خپل ژوند په خاطر وېرېدم، احساس مې کوه چې باید وجنګیږم.’’

زما دوه خویندې وژل شوې وې. ما هم د جګړې په ترڅ کې ولیدل چې خلک مې شاوخوا کې وژل کېدل.’’

’’اوس زه غواړم ښونځي ته لاړشم او د خپلې سیمې ولسوال شم.’’

د پیبور جنګونه د سوډان د پراخ بغاوت د جګړې نه جلا دي. د سوډان پراخه جګړه د ۲۰۱۳ کال په دسمبر کې پیل شوې وه چې په کې تر اوسه د ۵۰۰۰۰ نه ډېر خلک وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د جګړې په دواړو اړخونو کې په زرګونو ماشومان په زوره جنګ ته استول شوي دي.

د هیلې نښې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسف وايي دغو ماشومانو ته به چې نن د جګړو نه ایستل کېږي پوهنه روزنه او روحي ملاتړ ورکړل شي او بیا به خپلو کورنیو سره یوځای کېږي.

د یونیسیف کارکونکی جاناتان ویچ وايي دا مراسم یوه مهمه پېښه ده او په ټوله کې به ۳۰۰۰ ماشوم جنګیالي خوشې شي.

هغه وايي: ’’دا لومړی ځل دی چې داسې یو کار کېږي، په داسې حال کې چې جنوبي سوډان کې یو زیات شمېر ماشومان په زوره جګړو ته استول شوي، که موږ وښیو چې کولای شو د دغو ځوانو هلکانو څخه یونیفورم لیرې او ښونځیو ته ېې ولېږو، دا به د دې هېواد د راتلونکې لپاره د هیلې یوه رښتینې نښه وي.’’

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له جګړې نه آزاد شویو ماشومانوعسکرو خپل ټوپک او یونیفورم بېرته سپارلي

د دې ځوانو هلکانو راتلونکی چې زیاتره ېې وايي یوازې د حکومت د بریدونو پر وړاندې د خپلو کلیو او کورنیو د ساتنې لپاره جنګ ته مجبوره شوي و، په هغو قومندانانو پورې تړلي دي چې په آسانۍ سره ېې دوی جګړو ته لېږلي و.

جنرال بوترس بورا دا ماشومان جګړو ته لېږلي و خو اوس ېې د دوی د خوشې کولو لپاره هڅې کړې دي. له هغه نه مې وپوښتل چې آیا ژمنه کوي چې بیا به هغوی جګړې ته نه لېږي؟

هغه وویل: ’’هو، ژمنه کوم. مونږغواړو چې دا ماشومان د زده کړې او پوهنې روزنې نه برخمن شي.’’

’’موږ نور دوی په جګړې کې نه غواړو. دوی یوازې زموږ د هېواد په یو ځانګړي پړاو کې جګړه کوله. دوی به نورهېڅکله جنګ نه کوي.’’

د پیبور د سیمې نه له بېرته راستنېدو نه مخکې مو یو پخوانی ځوان عسکر ولید چې د ملګرو ملتونو یوې خیمې نه بهر یوازې ناست و.

هغه خپل عسکري لباس لیرې کړي وو او ویل ېې چې ۱۵ کلن دی. پیټر، یو له هغو لږو کسانو څخه و چې په انګریزي غږېداې شو.

هغه وویل: ’’زه نور نه وېرېږم، غواړم ښونځي ته لاړ شم، یو دیني عالم شم او خپل کلي او کورنۍ سره مرسته وکړم.’’

د هغه ظلم او تاوتریخوالي سره سره چې دوی تجربه کړی، د پیبور د سیمې ماشومانو ته اوس دا چانس پیدا شوی چې خپل ژوند له سره پیل کړي.

ورته مطالب